اسلام آباد 01 فروری (اے پی پی)د قامي خبري اژانس اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك وئېلي دي د نائن اليون نه پس مسلمان د امريكې اسټېبلشمنټ ښكار شوے٬د ډونلډ ټرمپ بيانونو سره په نړۍ كښې د اندېښنې او يرې وضعه رامخې ته شوې٬ ټرم?? د ??مريكې ګورباچوف ثابتېدې شي٬هند د پاكستان په ??د منفي كردار ترسره كوي٬اسلامي هېوادونو له به د سباؤن خطرو مقابلې له په ګډه پالېسي جوړول وي او مخ نيوي له به ګامونه پورته كول وي٬مونږ له د يو خپلواكه قام په ??ېث ژوندے پاتې كېدل دي٬دې لپاره به د قام پھ حېث خپل ترجيحات تعينول وي۔ده د شورو په ورځ د پي ټي وي پروګرام (چوتها ستون )كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ده ووئيل په ??ولني او دوهم لويې جنګ او د عراق جنګ پشمول چې څومره هم جنګونه شوي پھ دغې كښې د انسانيت تر ټولو زياته وژنه امريكې كړی ولې اوس هم هغه خپل ځان تر ټولو زيات انسان دوسته وړاندې كوي٬ مسعود ملك ووئېل مسلمانان د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات ښكار شوي۔مسعود ملك ووئيل په 7 اسلامي هېوادونو د بندېز خبره به دلته نه پاتې كېږي كه اسلامي نړۍ د دې نوټس نه اخلي نو دا خبره وړاندې هم تللې شي او په نورو هېوادونو هم بندېز لګېدې شي۔ده ووئيل هند د پاكستان په ??د منفي كردار ترسره كوي او امريكا كښې هندي لابي د پاكستان په ??د د ګيرې تنګولو هڅه كوي۔د يوې پوښتنې ??ه ځواب د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك ووئي?? د ??اكنو كمپائن پھ مهال ډونلډ ټرمپ د هېلري كلنټن په مقابل كښې د امريكې مېډيا د سختې رويې زياته ښكار پاتې شوې او دا خبره د هغه پھ زړه كښې پرته وه۔ده ووئي?? د ??اكنو ګټلو نه پس د انتها خوښۍ رويه نه پاتې كېږي او پالېسۍ بدلېږي ولې ټرم?? د ??پل انتخابي كمپائن پالسي دغسې روانه ساتلې او دغه نړۍ له كمې او امريكې له زياتې مسئلې پیدا كولې شي۔ده ووئېسل امريكا كښې زياتره غېر ملكي هېواد پرېښودونكي استوګن دي او پھ هغوي كښې زياته شمېره د مسلمانانو ده٬كه د ټرمپ دا رويه دغسې پاتې شوه نو امريكا كښې به سكون پاتې نشي۔د يوېپوښتنې ??ه ځواب ده ووئيل ځينې داسې طاقتونه شته كومو چې د ډونلډ ټرمپ اليكشن په ګټلو كښې كردار ترسره كړی۔مسعود ملك ووئيل امريكې روس ته ګوربچوف وركړی ؤه او كېدې شي اوس ډونلډ ټرمپ امريكې له ګورباچوف ثابت شي۔ده ووئيل پاكستان قدرتي پنګې لرونكے هېواد دے او چين د پاكستان غوره او آزمائلې ملګرے دے۔ده ووئيل كه ټرمپ انتظاميه ديوالونه اودروي نو نړۍ به امريكا څخه جدا شي۔پاكستان د امريكې په ملګرتيا كښې ډېر څه زغملي او اوس به د يو قام په ??ېث مونږ له د خپلو ترجيحات ټاكنه كول وي۔ده ووئيل مونږ له د يو خپلواكه قام په ??ېث ژوند كول دي او د دې لپاره پنګې شته خو بيا ورسره سياسي استحكام ته هم اړتيا ده۔
د نائن اليون نه پس مسلمان د امريكې اسټېبلشمنټ ښكار شوے
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں