اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر اولس مشر سردار ??سعود خان وئيلي دي د چين او نورو ملګرو هېوادونو په مرسته به د ك??رونا وائرس په وباﺀ ډېر زر قابو اومومو ولې دې لپاره ضروري ده چې اولس حكومت او قانون نافذ كوؤنكو ادارو سره مرسته وكړي او د طبيبانو او طب پوهانو په هدايات سختۍ سره عمل وكړي۔ د ګل په ورځ خپل يو وېډيو پېغام كښې د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل چين د ك??رونا وائرس رامخې ته شوي صورتحال مقابلې له د پاكستان بشپړه مرسته ك??ي په كومه چې مونږ د چين حكومت او اولس مننه كوؤ۔ ده ووئيل مونږ بار بار اولس ته په كور كښې د پاتې كېدو او د احتياطي تدبيرونو خپلولو تلقين ځكه كوؤ چې هم دا د دې وبا څخه د وتلو يوازنۍ لاره ده او په دې كښې زم??نږ بچ پاتې كېدل او ښېګړه ده۔ ده ووئيل نن ټولې نړۍ ته د پنځه وخته لمونځ ٬ اودس او غسل اهميت په ډاګه كېږي۔ ده ووئيل د ك??رونا وائرس ختمولو له زم??نږ اسلامي ژوند او د طبي پوهانو رائې غوره تګلاره وضعه كوي۔ ده ووئيل مونږ د علماﺀ ٬ مشائخو او اسلامي نظرياتي كونسل (آزاد كشمير) مننه كوو چې بېلو مسلكونو سره مشاورت كولو څخه وروستو ئې د ك??رونا وائرس ختمولو له د شرح په رڼا كښې د اولس لارښودنه وكړه۔ ده ووئيل زكواة مستحقينو ته وخت څخه وړاندې هم وركولې كېدې شي او بايد وركړې شي ولې چې دا مهال د بې وزلو حاجت ترسره كول زيات ضروري دے۔ جوماتونه دې پرانستې وي ولې د دې موذي مرض خپرېد?? مخنيوي له دې د لمونځ كوؤنكو شمېره مختصر كړې شي۔ ده ووئيل د مسلمان په حېث دا زم??نږ فرض دي چې د طبيبانو او علماﺀ كرامو په هدايت عمل كولو سره قيمتي ځانونه بچ كړو۔ ده دعا وكړه چې لوئې څښتن دې مونږ په خپل حفظ او امان كښې اوساتي
د آزاد جموں وكشمير مسعود خان وېډيو پېغام
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم