اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د سېفران وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود وئېلي دي خبريالان د ټولنې سترګې او غوږونه دي٬په ټولنه كښې خبرتيا لپاره خبرياله ورورولي مهم كردار ترسره كوي۔ده د جمعې په ورځ مستحقو كسانو له د راشن وركولو نه پس اے پي پي سره په خپلو خاص خبرو كښې ووئيل د خبريالانو كار ډېر مهم دے٬زه دا خبره نه منم چې په وګړو كښې شعور بېدارولو لپاره يوازې خاص وګړي كار كوي۔د خبريالانو كردار منلو نه غېر د انصاف تقاضې نشي پوره كېدے۔ده ووئيل د ټولنې خبرتيا لپاره هر يو كس خصوصي كردار لري٬بايد مونږ هغه په ذمه وارۍ سره ترسره كړو۔وفاقي وزير ووئيل هر يو انسان د قدر وړ دے٬په ټولنه كښې د هر چا خپله خپله ذمه واري وي كومه چې مونږ مسترد كولې نه شو۔ده ووئيل د ډېرې مودې راهسې مونږ ګورو چې د مېډيا د لاندې طبقې تنخاګانې كمې دي٬وسائل محدود دي او د هغوي لپاره د ژوند مشكلات زيات دي۔ده ووئيل ګراني ورځ په ورځ زياته شوې٬د مېډيا دې لاندې طبقې مرستې لپاره هلو ځلو ته اړتيا ده۔د هغوي تنخاګانو زياتولو سره په دغه ستونزو قابو موندلے كېدے شي۔
خبريالان د ټولنې سترګې او غوږونه دي٬په ټولنه كښې خبرتيا لپاره خبرياله ورورولي مهم كردار ترسره كوي۔سېنېټر طحه محمود
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک