اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء الله وئيلي دي د مدينې د رياست په نامه سياست كونكے عمران نيازي په هېواد كښې مذهبي اړے ګړے خپرول غواړي، كليسا د جلسې ځائ جوړولو هڅه كولو باندې ده د مسيحي ورورلۍ جذبات راپارولي، عمران نيازي د پاكستان رياست لپاره خطر جوړ شوے ٬ د ھغه د شر نه هېڅوك محفوظ نه دي٬ يو ګوند له به په دهوكه او زبردستۍ په هېواد كښې د ملوكيت نافذ كولو هېچرې اجازه ورنه كړو۔ د خالي په ورځ په سيالكوټ كښې د پي ټي آئي د كليسا په ځائ د جلسې پحقله خپل بيان كښې ده ووئيل خونړے مارچ كوٶنكو په سيالكوټ كښې په كليسا بريد كړے ٬ د دې نه وړاندې عمران نيازي د مسجد نبويۖ د توهين مرتكب شوے او نن د كليسا د جلسه ګاه جوړولو په هڅه ده د مسيحي ورورولۍ مذهبي جذبات راپارولي۔ ده ووئيل د كليسا په ځائ جلسه كولو سره په بني ګالا كښې ناست د فسطائي ذهنيت يو كس په مسيحي ورورلۍ خپل حاكميت غواړي۔ ده ووئيل عمران نيازي خپل دې ناوړه حركت سره مذهبي اقليتونو ته څه پېغام وركول غواړي۔ ده ووئيل رياست به په هر صورت د خپلو اقليتونو تحفط كوي او د دوي مذهبي ځايونه به د سياسي مقاصدو لپاره د كارولو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل زه عمران نيازي له خبردارے وركوم چې د هېواد په هره برخه كښې په امن كښې خنډان راولاړولو په صورت به قانون خپله لاره پخپله اوباسي
د مدينې د رياست په نامه سياست كونكے عمران نيازي په هېواد كښې مذهبي اړے ګړے غواري، كليسا په ځاے د جلسې په هڅه كولو ده د مسيحي ورورلۍ جذبات راپارولي۔ رانا ثناءالله
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز