اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي په هېواد كښې د كورونا مثبت كېسونو شرح 8.83 فيصد ده. د نهې په ورځ د روغتيا وزارت لخوا جاري بيان له مخې ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د كورونا د مثبت كېسونو شرح 12.31 فيصد ده. ده ووئيل چې پنجاب كښې د كورونا د مثبت كېسونو شرح 10.43 فيصد، په خېبر پښتونخوا كښې 8.55 فيصد، په سندھ كښې 2.98 فيصد، په بلوچستان كښې 2.15 فيصد، آزاد كمشير كښې 8.98 فيصد او ګلګت بلتستان كښې 2.33 فيصد ده.
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ