استنبول۔20اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اور??ګز??ب د او آئي سي د اطلاعات وزيرانو كنفرنس كښې ګډون لپاره د زيارت په ??رځ تركيه ته رسېدلې ده ۔ د او آئي سي د اطلاعات وزيرانو د كنفرنس 12مه غونډه به د روانې مياشتې په 21 او 22 مه نېټه د تركيه په استنبول ښار كښې كېږي۔ د اطلاعات وفاقي وزيره مريم اور??ګز??ب به په ??نفرنس كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د دوه ورځني كنفرنس سرخط ”د ريښتيا د دور څخه وروستو د ناسمو معلوماتو او اسلامو فوبيا مخ نيوے” غوره كړے شوے۔ د كنفرنس پرانستې سېشن ته به د او آئي سي عمومي سېكتر حسن ابراهيم طحه خطاب كوي۔ په ??نفرنس كښې د اطلاعات په بېلو څانګو كښې د او آئي سي كردار پلو خاص پام ګرځولے شي۔ د او آئي سي د اطلاعات وزيرانو په ??نفرنس كښې به په خاص توګه د فلسطين او القدس الشريف مسئلو به حقله د ميډيا متحرك كولو په شمول د افر??قي او آئي سي غړو هېوادونو مسئلې په ډاګه كولې شي۔ دې كنفرنس كښې به اسلام فوبيا سره په ??بارزه كښې د او آئي سي په ??ردار ٬ د اسلام درست عكس وړاندې كولو او د ميډيا په حلقو كښې د انتهاپسندۍ او ترهه ګرۍ مخنيوي سره په اړوندو چارو خبرې كولې شي
وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او آئي سي كنفرنس كښې ګډون لپاره تركيه ته ورسېده
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری