اسلام آباد ۔ 8 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د پاكستان حكومت او اولس لخوا د كشميري اولس د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو د روانو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له د خپل لوظ پخلي كولو سره په دې خبره زور راوړ?? چې د كشمير پخوانۍ شخړې هواري له خبرې اترې او سفارتكاري يوازنې حل دے۔ ده دا خبره د آزاد جموں او كشمير ??ولس مشر سردار مسعود خان سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ايوان وزيراعظم كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د آزاد كشمير ??ولسمشر د وزارت عظمی په منصب سنبالولو وزيراعظم ته مباركي وركړه۔ د ملاقات په مهال د آزاد كشمير په مجموعي وضعه او مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو په زور ظلم او زياتي او د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ لنډ مهاله وزيراعظم مقبوضه كشمير كښې د روانې رياستي ترهګرۍ په سمدستي توګه د ختمولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د كشمير ??خړه د تشد?? او طاقت كارولو د لارې حل كېدې نه شي۔ ددې پخوانۍ شخړې يوازنې حل خبرو اترو او سفارتكارۍ سره تړلې۔ اولسمشر وزيراعظم ته ووئيل ټول آزاد جموں وكشمير نن د جمعې ورځ د فلسطين او كشمير ورځې په توګه لمانځي دغس?? چې نړيوالو ادارو ته د اړوند قراردادونو ترمخه ددوئي ذمه وارۍ او ددې مسئلو حل ياد كړې شي
د كشمير پخوانۍ شخړې هواري له خبرې اترې او سفارتكاري يوازنې حل دے۔ د لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د آزاد كشمير صدر سردار مسعود خان سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ