صوابي 17 اکتوبر(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر ??سد قېصر وئيلي دي چې حكومت د اولس د تكليف احساس لري، د كورونا په وجه په ټوله نړۍ كښې مشكل حالات دي، پاكستان په افغانستان كښې امن غواړي، د منطقې او افغانستان حالات په تندې سره بدلېږي، په منطقه كښې ا??ن سره به د پرمختې نوې لارې پرانستل شي. ده دا خ??رې د اتوار په ورځ په صوابې كښې وركرز كنونشن ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل چې د كورونا په وجه په ټوله نړۍ كښې په معاشي توګه ستونزې دي، د منطقې حالات په تندې سره بدلېږي، مونږ په منطقه كښې امن غواړو. ده ووئيل چې تر 40 كلونو په افغانستان كښې جنګ شوے، زمونږ د بجټ لويه برخه به د ترهګرې په ضد جنګ لپاره كارول كېده، اوس حالات بدلېږي، په افغانستان كښې ا??ن سره به په منطقه كښې خوشحالي راشي.
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores