اسلام آباد 18 اپرېل(اے پي پي ) د پاكستان تحريك انصاف چئیرمېن عمران خان وئيلي دي د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅونوكو غړو په ضد د اېكشن اخستو پرېكړه شوې ده٬ غړو ته به شوكاز نوټس جاري كولې شي او ??وي ته به د خپل پاكوالې موقع وركولې شي ٬ د شوكاز ځواب نه وركولو په صورت به دا معامله نېب ته لېږلې شي ۔ دا خبره عمران خان د شورو په ورځ بني ګاله كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړه ۔ د?? ووئيل خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې مونږ 60 غړي لرو او د ګوند د پلټنو له مخې د سېنېټ په ټاكنو كښې زمونږ شلو غړو خپل ووټ خرڅ كړې۔ عمران خان زياته كړې چې زمونږ صوبائي غړو ته د 4 ٬ 4 كروړه روپو وړاندېز شوې ۔ د?? ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې خپل ووټ نه خرڅونوكو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ خو خرڅونوكو ته به شوكاز نوټس جاري كولې شي٬ او ??وي ته به د خپلۍ صفائې موقع وركولې شي ٬د?? ووئېل د شوكاز ځواب نه وركولو په صورت به دا معامله نېب ته لېږلې شي۔ د?? ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅونونكي شل كسان دي او د غړو نامې هم اعلان كوٶ چې پكښې نرګس علی، دینا ناز، فوزیه بی بی ، نسیم حیات، نګینه خان، سردار ادریس، عبېد ، زاهد درانی، عبدالحق، قربان خان، امجد آپریدې، وجیهه الزمان، بابر سلیم، عارف یوسف، جاوېد نسیم ، یاسین خلیل، فېصل زمان او سمیع اللہ علي زئې شامل دي
د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ خرڅونوكو په ضد د ګامونو پورته كولو پرېكړه شوې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں