اسلام آباد 26 جنوري(اے پي پي) د چين پاکستان اقتصادي راهدارې (سي پېك) منصوبو پحقله د كابينه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه٬ كمېټۍ د سي پېك له مخې د وركنګ ګروپس د لارې د پېل كړو منصوبو د پېشرفت جاج واخستو۔ په غونډه كښې د صنعتي مرستې٬ توان٬ انفراسټركچر٬ ګوادر، سائنس اېنډ ټيکنالوجي ، د سماجي او اقتصادي پرمختګ ، زراعت ، ټرانسپورټ او د مواصلات په اړه د سي پېك په منصوبو د مجموعي پېشرفت او د د منصوبو په بشپړولو كښې د رامخې ته چارو جاج واخستے شو۔ كمېټۍ ووئيل په مختلف منصوبو ځانګړے پېشرفت شوے ۔ په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر ووئيل سي پېك د پاك چين اقتصادي مرستې زياتولو منصوبه ده ۔ وفاقي وزير به دې خبره زور رواړو چې وزارتونه او ډويژونه دې د سي پېك منصوبو رفتار برقرار ساتي او منصوبې دې د ټاكلې وخت له مخې زر تر زره ترسره كړې شي۔ ده ووئيل د سي پېك دوېم پړاٶ كښې صنعتي مرستې پلو ګرځولے شوے ، دواړه اړخونه به د سي پېك ګټه لا زياتوي ۔ کمېټۍ په دې خبره هم زور رواړو چې نه حل شوې بېن الوزارتي چارې دې د اړوندو وزارتونو د لارې نېغه په نېغه د حل كولو شفارشاتو سره كابينه كمېټۍ ته وړاندې كړے شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو عمر ايوب خان ، شاہ محمود قرېشي، سيد علي حېدر زيدي، سيد فخر امام ، مخدوم خسرو بختيار ، اعظم خان سواتي ، صلاحكارو عبدالرزاق داٶد، ډاکټر عشرت حسېن ، د منصوبه بندۍ كمېشن ډپټآ چيئرمېن ډاکټر محمد جهانزېب خان او د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژونو لوړ پورو هم ګډون كولو۔
د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د سي پېك منصوبو پحقله د كابينه كمېټۍ غونډه، په بېلا بېلو منصوبو د پېشرفت جاج واخستلے شو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ