اسلام آباد 10 سستمبر (اے پی پی)د امريكې نه په بشري بنيادونو د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان دوه الوتكې د سكهر هوائي مېدان ته رارسېدلې دي د كومو چې د پاكستان چارواكو هركلے كړے۔د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند لخو جاري شوي بيان له مخې د امريكې لخوا د مرستې سامان راړونكې دوه پروازونه سكهر هوائي مېدان ته رارسېدلې د كومو ټوله شمېره 5 ته رسېدلې۔پاكستاني چارواكو د مرستې د سامان په رالېږلو مننه وكړه او دا سامان يې وصول كړو۔د يادونې وړ ده تراوسه د بهر هېوادونو څخه ټول 66 پروازونه د مرستې سامان سره پاكستان ته رارسېدلي چې پكښې امريكا٬متحده عرب امارات٬تركيه٬چين٬ازبكستان٬قطر٬فرانس٬يونيسف٬يو اېن اېچ سي آر٬تركمانستان٬ورلډ فوډ پروګرام او اردن څخه د مرستې سامان رالېږلے شوے
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II