اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف هېواد كښې د برېښنا د تعطل سخت نوټس اخستو سره د اعلی كچ پلټنو امر كړے او وفاقي وزير څخه يۍ زر تر زره رپورټ غوښتے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په هېواد كښې د برېښنا د تعطل سخت نوټس واخست او د اعلی كچې پلټنيو له يۍ كمېټي جوړه كړه۔ وزیراعظم د توان وفاقي وزير خرم دستګير څخه په دې اړه فوري رپورټ هم غوښتے دے ۔ وزيراععظم د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل په هېواد كښې د برېښنا رامخې ته شوې دومره لويې ستونزې سبب دې معلوم كړے شي او دغسې د ذمه وارو تعين دې هم وكړے شي۔ وزيراعظم په هېواد كښې د برېښنا په سمدستي توګه د بحالولو امر كولو سره ووئيل د اولس ستونزې به هېڅ كله برداشت نه كړے شوو
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں