پېښور ۔12جولائی (اے پی پی ) د جمعيت علماﺀ السلام (ف) مشر او د كشمير كمېټۍ چيئرمېن مولانا فضل الرحمن وئيلي دي پاناما د كرپشن ختمولو نه بلكې د سي پېك مصنوبې له مينځه وړلو له يو نړيوال سازش دے۔ او د نړيوالې ايجنډې تر سېوري لاندې ځينې سياس?? ګوندونه يو ځائې شوي دي۔ د عدالت د معاملو نه عدالت ښه خبر دے۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ پېښور كښې د اختر دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ د طاقتورو وړاندې هم مقابله كرې او نن به هم چاته د هېواد استحكام مجروحه كولو اجازه ورنكړو۔ ده ووئيل كه پانامه يوه راجوړه كړې ايجنډا وي نو مونږ به اولس كښې د شعور راپېدا كولو هڅه كوو۔ ده ووئيل كه په سياسي وګړي تور وي نو كرپشن كېس دې پرې جوړ كړې شي او زندان ته دې ولېږلې شي ولې كه په مذهبي وګړي تور ولګي نو ترهګر ګرځولو نه پس د تورو تمنبو شاته كولې شي۔ ده ووئيل چېن په هېواد كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ او يو سپر پاور بربادي غواړي كوم چې د سي پېك سبوتاژ كولو ھڅه كوي۔ ده ووئېل دغه طاقت اول د القاعده او نن د داعش په ??كل د اسلامي نړۍ ترمينځھ د فساد خپرولو ناكامه هڅه كوي۔ ده ووئيل جمعيت علماﺀ اسلام (ف) يو جمهوري او مذهبي ګوند دے كوم چې د يوې نظريې ترمخه په يوه تګلاره عمل كوي۔ ده ووئيل هېواد به د عدم استحكام پلو تللو له نه وركوؤ۔ د نړيوال سازشونو ناكامه كولو له به سياس?? ګوندونو له خپل سوچ بدلول وي او په اتفاق به د بقا او پرمختګ لپاره كار كول وي
پاناما د سي پېك سبوتاژ كولو يو نړيوال سازش دے۔ د سي پېك ناكامه كولو لپاره ځينې ګوندونه د نړيوالې تږ لارې تر مخه يو ځائې شوي
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ