اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د افغانستان په معامله د پارليمنټ باور ضرور ترلاسه كوو٬د افغانستان په معامله به ټولو له په يوه خله په قامي ګټه كښې په يو پېج كېدل وي٬د افغان سياسي لارښودو پلاوې پاكستان ته راغے او ورسره خبرې وشوې۔اندازه وشوه چې هغوي خبرو كښې جدي دي٬افغان طالبان په خپله وائي چې هغوي د اتحادي حكومت سوچ كوي٬نړۍ وليدل چې طالبانو افغان سياسي لارښودو سره ملاقاتونه وكړل۔افغان طالبان چې څنګه خبرې كوي لوے څښتن دې وكړي چې په هغې ولاړ پاتې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د نجي ټي وي چينل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔هغه ??وئيل افغان طالبان اوس بېله رويه خپله كړې ده٬هغوي عام معافي اعلان كولو سره ووئيل چې هغوي د انتقامي كاروائيو اراده نه لري۔كه هغوي په خپلو خبرو ولاړ پاتې شو نو د يرې په فضاﺀ كښې به ډېر كمې رامخې ته شي۔افغانستان څخه د وتلو په عمل كښې هم طالبانو كوم خنډ ودرولے نه دے۔هغه ??وئيل مونږ غواړو چې افغانستا?? كښې امن ناكه بدلون راشي۔ چې وينه ت??يې نه شي۔دا وخت چې په افغانستا?? كښې كوم پېشرفت روان دے د اطمينان وړ دے٬څومره هېوادونه چې د افغانستان ګاونډيان دي هغوي بايد په يو پیج وي۔په دې لړ كښې زما رابطې او خبرې هم روانې دي۔د چين خارجه وزير سره مې خبره شوې او ډېر زر به پاتې ګاونډي هېوادونو ايران٬تاجكستان٬ازبكستان او تركمانستان سره ت??اس نيسم٬دغسې چې يوه د ګډې تګلاره وضعه كړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل افغان طالبان وئېلي دي چې مونږ به خپله خاوره د چا په ضد كارولو له نه وركوو۔ كه دا د دوي اصولي در??ځ او پريكړه ده نو دا يوه خوشبينه خبره ده او هغه ت??ظيمونه كوم چې په پاكستا?? كښې د ترهه ګرۍ كاروائي كوي او د افغانستان خاوره كاروي افغان طالبان بايد د دوي حوصلې ماتې كړي او د دوئي نوغي ختم كړي۔په دې لړ كښې مونږ د افغان حكومت نه د مرستې هيله لرو۔هغه ??وئيل د افغانستان په معامله به د پارليمان باور ضرور ترلاسه كوو خو پكار دي چې اول افغانستا?? كښې صورتحال په ډاګه شي۔ زمونږ هڅه ده چې په دې معامله پارليمنټ كښې ټول يوه خله كېدو سره قامي ګټې په نظر كښې نيولو سره يو پېج ته راشي۔هغه ??وئيل د كډوالو په اړه چې كومه ت??قع كېدله ??ر دې دمه هغسې كوم صورتحال نه دې رامخې ته شوې٬مونږ د پولې امنيت څارنه كوو٬??ر دې دمه چې څومره خلك پاكستان ته راغلې دي هغوي د پاسپورټ او ويزې د لارې راځي
د افغانستان په معامله د پارليمنټ باور ضرور ترلاسه كوو٬د افغانستان په معامله به ټولو له په يوه خله په قامي ګټه كښې په يو پېج كېدل وي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا