اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوکت ترين د مالي كال په وړومبو 9 مياشتو كښې د اېف بي آر د اړخه محصولات راجمع كولو كښې په 30 فيصده زياتوالي قام له مباركي وركړې ۔ د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د خزانې وزير ووئيل د روان مالي كال په وړومبو 9 مياشتو كښې اېف بي آر د هدف څخه 240 اربه روپۍ زياتې ترلاسه كري او په وړومبي ځل محصولات كښې 30 فيصده اضافه شوې۔ د خزانې وزير ووئيل په دې رفتار سره مونږ به د روان مالي كال تر آخر د 6100 اربه روپو هدف ان شاءاللہ سر كړو ۔
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب