اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قریشی وئيلي دي هند كه د بريد كولو تېروتنه وكړه نو په زړه پورې ځواب به وركولے شي، هند په لداخ سرجیكل اسټرائیك ولې نه كوي، هند د خپلو كورنيو حالاتو څخه پام ګرځولو لپاره پاكستان له دهړكې وركوي، د امیت شاه په پاكستان د بريد په اړه بیان غیرذمه وار دے،نړۍ دې د امیت شاه د بیان نوټس واخلي۔ د نهې په ورځ د هند د اړخه فضائی بريد په دهړكه وركولو سخت غبرګون كښې خارجه وزير ووئيل هند دې كله هم دا ډول حماقت ونه كړي پاكستان خپله دفاع كولے شي، امیت شاه ته واضحه وئېل غواړم كه هند د بريد غلطی وكړه نو د هغې به په زړه پورې ځواب وركولے شي ۔ شاه محمود قریشی ووئيل هند دې دا ډول ډنډورې بندې كړي، د امیت شاه بيان غير ذمه وار دے، بايد نړۍ د امیت شاه د بيان نوټس واخلي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان عمر له د امن خبره كړې دغسې هند د د بې ګناه وګړو د ژوند سره لوبې كوي۔ شاه محمود قریشی ووئيل امیت شاه څخه پوښتنه كوم چې د لداخ په اړه څه سوچ لرئ
هند د افغانستان امن عمل ته زيان رسول غواړي او هند د خپلو كورنيو حالات څخه پام ګرځولو لپاره پاكستان له دهړكې وركوي-خارجه وزیر شاه محمود قریشی
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا