اسلام آباد۔ 29 ستمبر (اے پی پی) د هند پوځ په كنټ??ول لائن ډزو كولو سره د عام وګړو ودانۍ په نښه كړې دي چې په نتيجه كښې ئې د پاك پوځ اهلكار او 15 كلن زلمے شهيد او د يو ېوې مېرمنې په شمول 4 وګړي ټپيان شوي ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري كړي بيان له مخې هندي پوځ په ډزو كولو په كنټ??ول لائن بروه او تندار سېكټرز كښې شهري وداني په نښه كړه چې په نتيجه كښې ئې د بروه كلي اوسېدونكے 15 كلن زلمے شهيد او د تندار سېكټر كرتان كلي د يو مېرمنې په شمول 4 كسان ژوبل شول۔ پاك پوځ هندي پوځ له په زړه پ??رې ځواب وركولو سره هغه هندي پوستې په نښه كړې ك??مو څخه چې ډزې شوې وې۔ دغسې په هندي پوستو كښې د مالي او ځاني زيان اطلاعات رامخې ته شوي۔ د دواړو خواو په ډزو كښې پوځي شفيق په مړانه د جنګېدو په مهال د شهادت درناوے ترلاسه كړے
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب