اسلام آباد 14دسمبر(اے پی پی)د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار شوكت ترين وئېلي دي دا مهال د ??ېو??د معيشت 5 فيصد پلس زياتوالي پلو روان دے او پا??ست??ن تل پاتي معاشي استحكام مومي٬ د كامياب پا??ست??ن پروګرام له مخې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د قرض وركولو عمل پېل كړے شوے او راتلونكو لسو نه تر پنځلسو ورځو كښې به د 40 نه تر 50 كروړه روپۍ وېشلې شي٬د بهرنو ??ېو??دونو څخه راغلو پیسو او د ډالرز په بيعه كښې د كمي او زياتې څخه بېنكونو په اربونو ډالره ګټلي٬پرائيوېټ بېنكونو چې څه كړي هغه غلط وو٬د اسټېټ بېنك سره په ګډه پرائيوېټ بېنكونو ته و??ېلي شوي كه بيا داسې وشول نو حكومت به سخت ايكشن اخلي۔د نهې په و??ځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د ??ېو??د په بېلو څانګو كښې معاشي اشاريې ګټورې ښكاري ٬په ريونيو كښې 35 او په انكم ټېكس كښې 32 فيصد زياتوالے شوے او د تېر كال په نسبت د برېښنا استعمال 13 فيصد زيات شوے او د كركيلې هم پنځه ښه فصلونه رامخې ته شوي كوم چې د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې استحكام راځي۔شوكت ترين ووئيل دا مهال درآمدي ګراني ده٬په نړيواله كچه تېل٬د خوراكي تېلو٬سكرو او د سټيل په بيعه كښې د زياتوالي په و??ه په پا??ست??ن هم اثر پريوتے خو په نړيواله كچه د څيزونو بيعه پرله پسې كمېدل پیل شوې چې په سباؤن كښې به ن??ره هم كمه شي۔ده ووئيل حكومت د ټولنې كمزور طبقې له رېليف وركولو ته پام لرنه كوي
پاكستان د تل پاتي معاشي بهترۍ پلو روان دے٬د كامياب پاكستان پروګرام له مخې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د قرض وركولو عمل پېل كړے شوے۔شوكت ترين
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا