اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي چې حکومت ښه بجټ وړاندې كړې چې كروندګر پر?? ورته دعاګانې كوي٬ خو د وزيرانو او غړو په دې خبرې كولو لپاره په ايوان كښې موجودګي ??رو??ي ده ٬ تر څو چې غړي ايوان ته نه راځي غونډه دې وځنډولې شوې ٬ په دې سپيكر غونډې 30 دقيقو لپاره وځنډوله۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال وفاقي وزير سيد خورشيد شاه ووئيل زما په دې ايوان كښې 35 كاله وشول په دې موقع مونږ په اپوزيشن او حك??مت دواړو كښې پاتې شوې يو ٬ د حکومت برخه پاتې كېدو سره د مجبورۍ نه داسې خبرې كول وي٬ په ايوان كښې د بده مرغه زما نه علاوه دا وخت يو وزير موجود نه دې ۔ ده ووئيل مونږ جمهوريت لپاره ډېرې قربانۍ وكړې دي٬ د پارلمان عزت لپاره ستونزو سره مخ شوې يو۔ ده ووئيل دا مهال په ايوان كښې په بجټ خبرو لپاره هېڅوك نشته، په دې وضعه كښې دومره ښه بجټ وړاندې كړې شوې ٬ كروندګر حك??مت ته دعاګانې كوي خو په دې دلته خبرې لپاره څوك تيار نه دې۔ سپيکر راجه پروېز اشرف ووئيل خورشيد شاه اهمه معامله پورته كړې ده وزيران دې په دې غور وكړي ٬ دا د بجټ اهمه غونډه ده د حك??مت او اپوزيشن ذمه واري ده چې كورم پورا وساتي او حك??مت په دې معامله كښې زيات ذمه وار دې ۔ ده د غونډې كاروائي 30 دقيقو لپاره وځنډوله.
حکومت ښه بجټ وړاندې كړې٬ په دې خبرې لپاره وزيران بايد ايوان كښې موجود وي۔ سيد خورشيد شاه
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس