اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي ګلوبل وارمنګ نړيواله مسئله ده او د دې په نړيواله كچه نوټس اخستل پكار دي٬ د موسمياتي بدلونونو اثرات څخه بشري ژوند ته سختې خطرې رامخې ته شوي٬ د كومو هېوادونو چې نړيوال درجه حرارت كښې د اضافې له امله د جوړېدونكي ګاز په اخراج كښې لويه برخه ده هغوي له په دې لړ كښې په خپل نظام نظرثاني كول پكار دي٬كه نړۍ د ګلوبل وارمنګ په معامله قابو مودلو لپاره موثر اقدامات ونه كړل نو صورتحال به د قابو نه بهر شي٬پاكستان كوم قصوروار نه ؤ او د سېلابونو او بارانونو له امله د شوې تباهۍ په صورت ئې لوي زيان پورته كړو ٬نړيواله ورورولي دې د دې صورتحال ادراك وكړي۔د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د بين الپارليماني يونين اېشيا پيسيفك ريجن درېم سېمينار پرانستې غونډې ته د وېنا كولو په مهال ده آسيائي هېوادونو سره تعلق لرونكو ټولو پارليمنټيرينز ته هركلي وئېلو سره ده ووئيل دا سېمينار د پاكستان قامي اسمبلۍ او د هزاريه ترقياتي اهداف سر كولو لپاره د جوړ كړي پارليماني ټاسك فورس د خوارۍ نتيجه ده۔ده بين الپارليماني ائتلاف صدر ورټے پچیکو او د آئي پي يو ټولې ډلې هم مننه وكړه۔ده ووئيل بين الپارليماني ائتلاف په كال 1989 كښې جوړ شوے٬دا نړيواله اداره د پارليماني ورورولۍ يو مهم فورم دے٬كوم چې په نړۍ كښې د موثر جمهوري نظام لپاره خپل كردار ادا كوي۔ده ووئيل په دې سيمينار كښې د آسيا پيسيفك منطقې سره تعلق لرونكي پارليمنټيرينز او مندوبينو ته په منطقه كښې د چېلنجونو په تناظر كښې د جامع پرمختګ تصور په موضوعات به غور او فكر له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل دا سېمينار مونږ ته تر 2030 هزاريه پرمختيائي اهداف سر كولو لپاره د قامي او سيمه ايزې تګلارې بيا د سره د جاج اخستو موقع راكوي۔ده ووئيل د كووېډ 19 پشان وبا په سبب د پاكستان پشمول نور پرمختګ كوونكي هېوادونه لويې سماجي او اقتصادي زيان سره مخ شوي۔ده ووئيل د دې نه پس د موسمياتي بدلون منفي اثرات څخه ځپلي د سخت خشك كالۍ صورتحال او په ځينو منطقو كښې سختو بارانونو او د سېلاب صورتحال سره مخ دي۔ده ووئيل پاكستان د آسيا پيسيفك هېوادونو لپاره د دې مهم سېمينار كوربتوب د په يو نازك موړ شوے ځكه چې څو ورځې وړاندې زمونږ شمالي غرونو كښې د پشكال سختو بارانونو او ګليشيئرز ويلې كېدو په سبب سېلاب راغلے چې له امله يې د 1300 څخه زيات كسان په حق رسېدلي او 33 ملين كسان بې كوره شوي٬دغسې نزدې د 30 ارب ډالر ماليت كورونه٬سړكونه٬رېلوے نظام٬پل٬څاروي او ولاړو فصلونو ته زيان رسېدلے۔ده د سېمينار ټولو ګډونكو كونكو ته خواست وكړو چې هغوي د انساني سلامتيا لپاره نړيوال موسمياتي بدلون چېلنج ته خپل پام راوګرځوي۔ده ووئيل موسمياتي بدلون په ټوله نړۍ كښې تباهي كړې٬اروپا په 500 كلونو كښې د خپل بدترين خشك كالۍ سره مخ ده ٬چين د ګرمۍ غېر معمولي چپې سره مخ دے كوم څخه چې دريابونه او بندونه خشك شوي او د امريكې يو رياست وګړو ته وئېلي شوي چې هغوي دې خپل كورونه خالي كړي ځكه چې دلته د نور سېلاب هم خطر دے ٬د كال 2021 موسمياتي بدلون رسك انډيكس دا ظاهروي چې نړيوال كاربن اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيصد څخه هم كمه ده خو د دې باوجود د موسمياتي بحران تر ټولو زياته خطره لرونكو هېوادونو كښې پاكستان په اتم لمبر دے۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونتو كوتريس د پاكستان دورې په موقع هغه د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔هغه نړيوالې ورورولۍ ته وئېلي دي چې نن پاكستان د كوم صورتحال سره مخ دے سبا د دوي په ځاے كوم بل هېواد هم مخ كېدے شي۔ده ووئيل په نړيوال درجه حرارت كښې د اضافې په صورتحال د نړيوالې حكمت عملۍ مرتب كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د پاكستان قامي اسمبلۍ د بين الپارليماني ائتلاف د يو مهم ركن په حېث سره جمهوري روايات مستحكم كولو او د پرمختيائي اهداف 2030 سر كولو لپاره به خپل موثر كردار ادا كوي۔ده ووئيل زه هيله لرم چې د دې سېمينار په اعلاميه كښې به د قدرتي آفتونو پشمول معاشي او اقتصادي چېلنجونو مخ نيوي لپاره به پرمختګ كوونكو هېوادونو له يو روډ مېپ وضع كړے شي۔ده ووئيل مونږ د بين الپارليماني ائتلاف صدر ته خواست كړے چې په راؤنډ كښې كېدونكي آئي پي يو جنرل اسمبلۍ غونډې خاص ايجنډې له مخې پرمختګ كوونكو هېوادونو په معيشت د موسمياتي بدلون د اثرات په معامله غور وكړي۔راجه پروېز اشرف ووئيل د آئي پي يو صدر زمونږ دا خواست منظور كړے ۔د دې څخه وړاندې د پارليماني قومي ټاسك فورس كنوينئر روبينه خورشيد عام په سېمينار كښې مېلمنو ته هركلي كولو سره ووئېل كووډ٬موسمياتي بدلون او په منطقه كښې د شخړې په سبب د اېس ډي جيز ترلاسه كولو لپاره صورتحال بدلېږي٬دا مهال د تل پاتې پرمختګ په ترلاسه كولو كښې بېلا بېل چېلنجونه رامخې ته شوي٬ د كاربن اخراج٬د لاكهونو په شمېر ماشومان د سكولونو نه بهر پاتې كېدل٬لوږه٬غربت٬د مرضونو بېلا بېلج چېلنجونه رامخې ته دي كومو سره چې نړۍ مخ ده ۔دې ووئيل كه چرې اوس هم مونږ په چېلنجونو قابو موندلو لپاره څه اقدامات ونه كړل نو صورتحال به مشكل شي٬په چېلنجونو قابو موندلو لپاره ټولو هېوادونو له به په ګډه كار كول وي۔ دغسې سېمينار كښې ګډون كوونكو ته په پاكستان كښې د سېلاب او موسمياتي بدلونونو څخه په شوې تباهۍ يو دستاويزي فلم هم وښودلے شو
د ګلوبل وارمنګ په نړيواله كچه نوټس اخستل پكار دي٬د موسمياتي بدلونونو اثرات څخه بشري ژوند ته سختې خطرې رامخې ته شوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔