اسلام آباد 07 اپريل (اے پي پي) د پاك بحريه بيړۍ پي اين اېس عظمت د خيرسګالۍ په دوره ايران ته رسيدلې ده۔ د ايران بندرګاہ بندر عباس ته په رسيدو د ايران بحريه افسرانو او د پاکستان سفارتي چارواكو د بيړۍ هركلې وكړو۔ د پاك بحريه وياند له مخې د پاك بحريه مشن کمانډر د ايران سول او عسکري چارواكو سره مهم ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكي خوښي په چارو او دوه اړخيزه بحري مرستي ته ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د پاك بحريه بيړۍ پي اين اېس عظمت به د ايران بحريه بيړو سره شريك بحري مشق كښې هم ګډون كوي۔ پاك بحريه سيمه ايز ميري ټاٸم سيکيورټي باوري كولو كښې خپل كردار ترسره كوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز