پېنډي 28 جون (اے پي پي) د برتانيې آرمي ډپټي فيلډ كمانډر ميجر جنرل سيلياجے هاروي په مشرۍ كښې 21 كسيزه پوځي پلاوي د جي اېچ كيو پېنډۍ دوره كړی او د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات كړے۔پلاوي په قبائېلي ضلعو كښې امن او ژوند معمول ته د راوستلو لپاره د پاكستان د وسله والو ځواكونو هلې ځلې وستائېلې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې په دې موقع د پاك پوځ سر لښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان د ټولو مذهبونو احترام كوي او په هېواد كښې د مذهبي سېلګرۍ د ودې اعتراف كوي۔كرتار پور راهداري د پاكستان د مذهبي آزادۍ او همغږۍ لپاره د غېر متزلزل عزم عملي مظهر دے۔پلاوي د لاهور دوره هم وكړه چرته چې خاص مېلمنو په واهګه بارډر د بېرغ كوزولو دستوره وكتله۔پلاوي د لاهور قلعه ٬علام اقبال مزار او بادشاهي مسجد هم دوره وكړه۔د خپل قيام په مهال د برتانېي سكھ پوځيانو په هېواد كښې د ځينې مذهبي ځايونو دوره وكړه چې پكښې دربار حضرت مياں مير٬حويلي نونهال سنګھ٬ګوردوارہ جنم استھان ګرو رام داس، سمادی رنجیت سنګھ، ګوردوارہ ډیرہ صاحب، کرتارپور راهداري ، ننکانه صاحب او ډیرہ پنجه صاحب شامل وو۔پلاوي د اوركزئي ضلعې هم دوره وكړه او سمانه قلعه، د لاک ھارټ فورټ او د سارہ ګړھي یادګار ئې مشاهده وكړه۔دا هغه ځاے دے چرته جې په كال 1897 كښې د برتانيې 21 سكه پوځيانود خپلو ځانونو قرباني وركړې وه ٬ دا سكهانو لپاره تاريخي اهميت لري ۔دغسې پلاوي په ساره ګړهي يادګار د ګلونو څادر هم خپور كړو
د برتانيې آرمي ډپټي فيلډ كمانډر ميجر جنرل سيلياجے هاروي په مشرۍ كښې 21 كسيزه پوځي پلاوي د جي اېچ كيو پېنډۍ دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا