اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله په پېښور كښې په سربند تاڼه د ترهګرو د بريد سخته غندنه كړې ده۔ د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير په تاڼه د بريد پېښه كښې د شهيد شويو 2 اهلكارو كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ داخله وزير په خېبر پښتونخوا كښې د امنيت په پرله پسې ناوړه كېدو د اندېښنې څرګندونه هم كړې۔ ده ووئيل وفاقي حكومت په صوبه كښې د امن په ناوړه شوې وضعه سخته اندېښنه لري۔ ده زياته كړه چې په خېبر پښتونخوا كښې ترهګر په تاڼو بريدونه كوي په كومو كښې چې پوليس په نخښه كولې شي۔ ده ووئيل د اوسنۍ پېښې څخه دا معلومېږي لكه چې د خېبر پښتونخوا حكومت په بنو كښې د سي ټي ډي هېډكوارټر پېښې څخه هېڅ سبق نه دي زده كړې۔ داخله وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا د اعلی وزير ټول پام د صوبائي اسمبلۍ ماتولو پلو دے ٬ د اولس د مال او ځان حفاظت او په صوبه كښې د امن وضعه باوري كول د خېبر پښتونخوا د اعلی وزير ترجيح نه ښكاري۔ رانا ثناﺀ الله ووئيل په ترهګر بريدونو كښې كه د خېبر پښتونخوا پوليس محفوظ نه دي نو د اولس به څه كېږي؟ وفاقي وزير ووئيل زه پوليس شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې او د دوئي قربانيو ته سلام كوم۔
داخله وزير رانا ثناﺀ الله په پیښور كښې په سربند تاڼه د ترهګرو بريد وغندلو
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری