اسلام آباد ۔ 19 جولائی (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي هغه ورځ لرې نه ده چې د كشميري شهيدانو وينه به ??نګ راوړي او كشمير به پاكستان سره يو ځائې شي۔ د اتوار په ورځ د كشمير پاكستان سره د يو ځائې كېدو (يوم الحاق پاكستان) په مهال خپل پېغام كښې صدر ووئيل په دي ورځ يعني 19 جولائي کال 1947 كښې پاكستان سره د كشمير د يو ځائې كېدو قرارداد منظور كړې شوې وو۔ ددې و??ځې لمانځلو مقصد ددې عزم پخلې دې چې كشميرې اولس د ??ند غاصبانه قبضې څخه آزادېدو او او پاكستان سره د يو ځائې كېدو عزم لري۔ ده ووئيل د كشميري شهيدانو وينه به ??نګ راوړي او كشمير به پاكستان سره يو ځائې شي۔ ده ووئيل ??ند په كشمير غاصبانه قبضه كړې ده او په كشميري اولس ظلم او زياتې كوي۔ پاكستان به په كشميريانو د ??ند لخوا د روان ظلم او زياتي په هر يو نړيوال فورم آواز پورته كوي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه هم د ??ند په ضد مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو له امله غږ پورته كېږي۔ صدر ووئيل ??ند كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د منلې شوې خپلواكۍ حقونو وركولو په اړه د قراردادونو خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو قراردادونو عملي كولو له خپل كردار ترسره كړي