نيويارك21ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د ډي اېټ وژن او مقاصدو بشپړ تائيد كوي٬مونږ دا تنظيم لا قوي كولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو٬د ډي اېټ غړو هېوادونو ترمينځه تجارت د 100 اربه ډالره نه تر 500 اربه رسولو لپاره كوټلو ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔دا خبرې ده د نهې په ورځ په نيويارك كښې د ډي اېټ د غړو وزيرانو په درناوي كښې د ماسپښين مېلمستياﺀ په مهال وكړه۔خارجه وزير د دې اجتماع په كوربتوب د بنګله دېش مننه وكړه۔ده ووئيل د دې غونډې په تابيا د ډي اېټ تنظيم د سېكرټري جنرل ايمبيسډر داتو كو جعفر شاري او د هغه ډلې ته پیرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل پاكستان د ډي اېټ د ټولو لوظ نامو توثيق كړے او د بېلو څانګو د غونډو يې كوربتوب كړے۔ده ووئيل ډي اېټ د څلور كهربه ډالره جي ډي پي سره د يو ارب انسانانو ترجماني كوي۔زمونږ شريك تهذيبي٬مذهبي اقدار او روايات مونږ ته د ډي اېټ پليټ فارم ترمخه د مرستې قوي كولو بنيادونه راكوي۔خارجه وزير د ډي اېټ په لسمه غونډه كښې د تګلارې په حقله د وزيراعظم عمران خان د اړخه وړاندې كړې پنځه نكات بيا وړاندې كولو سره ووئيل مونږ له د كورونا وبا مضمرات ٬صحت او د معيشت په حقله بحران څخه وتلو له خپل وسائل كارول دي۔مونږ له قرضونو كښې سهولت لپاره د ډي اېټ هېوادونو ترمينځه مرسته زياتول غواړي۔ ده ووئېل د سپېشل ډرائنګ رائټس قيام او تقسيم په اړه د متعلقه طريقه كار تشكيل٬د موسمياتي بدلون مقابلې له د معاشي آسانيو شته والے٬د غېر قانوني ترسيل زر خاتمه او د پرمختګ كوونكو هېوادونو د غلا شوي دولت ستنول شامل دي۔ده ووئيل د ډي اېټ غړو له نن بيا بلنه وركولې شي چې د كورونا وبا مضمرات څخه بچ كېدو لپاره په دې پنځو نكاتو په سنجيدګۍ سره غور وكړي۔
پاكستان د ډي اېټ وژن او مقاصدو بشپړ تائيد كوي٬مونږ د تنظيم لا قوي كولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتو۔شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil