اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او د مينځني ختيز خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې خليجي هېوادونو كښې د پاكستانيانو د مسئلو حل لپاره د خليج مرستې كونسل د هر ممكن اقدام د باور وركولو هركلے كوو۔ده دا خبرې د خليج مرستې كونسل سېكرټري جنرل ډاكټر فلاح الحجراف سره د ملاقات په مهال وكړې كوم چې د جمعې په ورځ د وزيراعظم خاص استازي سره ملاقات وكړو۔په دې موقع حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل چې د خليج مرستې كونسل او پاكستان ترمينځه په ټولو څانګو كښې د عملي اقداماتو كولو پريكړه د پاكستان او خليج مرستې كونسل ترمينځه د قوي اړيكو دليل دې۔عرب اسلامي هېوادونو سره په تجارت٬معيشت٬كلتور او ذرائع ابلاغ كښې مرسته زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل چې ځوان كل انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ پشان د عفريت څخه د اتحاد د لارې بچ كول كېدې شي٬د اسلامو فوبيا پشان د مسئلو حل لپاره پاكستان خپل كردار ترسره كوي او د اسلامي امت لخوا د دې تائيد او ملاتړ په درست پلو قدم دے۔طاهر محمود اشرفي ووئيل چې په خليجي هېوادونو كښې د 46 لكو نه زيات پاكستانيان موجود دي كوم چې د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د خليجي هېوادونو او د پاكستان په پرمختګ او استحكام كښې خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل چې خليجي هېوادونو كښې د پاكستانيانو د مسئلو حل لپاره د خليج مرستې كونسل د هر ممكن اقدام د باور وركولو هركلے كوو۔په دې موقع د خليج مرستې كونسل سېكرټري جنرل ووئيل چې د پاكستان مشرتابه خليجي هېوادونو سره په ټولو څانګو كښې د اړيكو لا بهترۍ او مضبوطيا لپاره چې د كومو جذباتو څرګندونه كړی هغه د قدر وړ دي٬د خليجي هېوادونو مشرتابه پاكستان سره اړيكې قوي كول غواړي۔ده ووئيل چې د افغانستان په اړه د پاكستان په كوربتوب كښې د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو غونډه په ښه پلو ښه قدم دے٬خليجي هېوادونه د اولس په كچه د افغانستان انساني مرسته كوي۔په غونډه كښې چې كومې پريكړی شوې دي هغه به د پاكستان په مرسته عملي كېږي۔
خليجي هېوادونو كښې د پاكستانيانو د مسئلو حل لپاره د خليج مرستې كونسل د هر ممكن اقدام د باور وركولو هركلے كوو۔ طاهر اشرفي
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2