اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې اپوزيشن كه غواړي چې د عدم اعتماد تحريك راوړي يا لانګ مارچ وكړي٬ ناكامي به هم د دوي مقدر وي، حکومت د دوي لانګ مارچ يا بل كوم تحريك څخه هېڅ خطر نه لري خپله آئيني موده به ترسره كوٶ۔ د خالي په ورځ د پاکستان ډېموکرېټك موومنټ (پي ډي اېم) د غونډې پحقله په نجي ټي وي د خپل غبرګون څرګندونه كولو سره ده ووئيل شهباز شريف په ماضي كښې د آصف علي زرداري په سړكونو د راښكلو خبرې كولې او نن په يو ځائ خوراك څښاك كوي، دوي د يو بل په ضد كومې كومې خَبرې كوي اولس ته معلومه ده، د نون ليګ سياسي ټاور غورځېدلې دې او د پيپلز پارټۍ هم غورځېدو ته نزدې دې، اوس د ناكاميو د وېرې له امله دوي يو كېدل غواړي، اپوزيشن دې شوق پورا كړي۔ شېخ رشيد ووئيل د اپوزيشن ګوندونو مشران خپل دور كښې په لويه كچه په بدعنوانيو او مني لانډرنګ كښې ككړ ٶ، دوي اولس ته بې نقابه شوې دي، دوي پوهه دي چې دوي اولس نشي جمع كولې دې لپاره ټول په ګده لاس پښې وهي،۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووېيل په خوب ليدلو بندېز نشته، اپوزيشن ګوندونه به هم دا ډول د ميډيا ميډيا لوبه كوي، حکومت درې نيم كاله تېر كړل او د كوم خنډ نه غېر به پنځه كاله ترسره كوي۔ د نواز شريف د بېرته سنتېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل زمونږ برتانيې سره د تورنو حواله كولو پحقله خبرې روانې دي
اپوزيشن كه غواړي چې د عدم اعتماد تحريك راوړي يا لانګ مارچ وكړي٬ ناكامي به يۍ مقدر وي۔ شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت