اسلام آباد 14 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي حكومت په هېواد كښې غېر ملكي سرمايه كا??ي راغب كولو لپاره ګڼ شمېر اقدامات كوي٬دې مقصد لپاره آسانيو كښې پراختيا كولې شي او ولاړ ټول خنډان به لرې كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په واشنګټن ډي سي كښې د يو اېس اے پاكستان بزنس كونسل سيوري لاندې ګول ميز غونډې ته د خپل خطاب په مهال كړې۔په غونډه كښې د امريكې چيمبر آف كامرس استازو٬نامتو كا??وباري ادارو٬د پاكستان سټېټ بېنك ګورنر٬د خزانې سېكرټري او په امريكا كښې د پكستان سفير ګډون كولو۔د خزانې وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې حكومت د پائيدار اقتصادي پرمختګ لپاره عزم لري او د وزيراعظ?? عمران خان په سپارښتنه كمزورې طبقې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات پورته كړے كېږي۔ده ووئيل موجوده حكومت ته يو مشكل صورتحال په ورثه كښې ترلاسه دے٬د دانشمنده پالېسيو او مالي استحكام هڅو په نتيجه كښې اېف بي آر د مالي كال 22-2021 په وړومبنو دريو مياشتو كښې د خپل هدف نه نزدې 180 اربه روپۍ زيات محصولات ترلاسه كړي۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل حكومت د غېر ملكي سرمايه كا??و او سوداګرو لپاره د يو سازګار ماحول وركولو عزم لري۔ده د امريكې كا??وباري ادارو ته خاص اقتصادي زونز(SEZs) كښې د وړاندې كړو موقعو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركړ?? او په دې موقع يې د مرس??ې باور هم وركړو
حكومت په هېواد كښې غېر ملكي سرمايه كاري راغب كولو لپاره ګڼ شمېر اقدامات كوي۔د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په واشنګټن ډي سي كښې د يو اېس اے پاكستان بزنس كونسل سيوري لاندې ګول ميز غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل