اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي)په پاكستان ك??ې د چين سفير نونګ رونګ وئېلي دي چې د سي پېك پروژې د پاكستان پشمول په منطقه ك??ې د خوشحالۍ ضمانت دي٬د دواړو هېوادونو اړيكې د شريكې ګټې او سيمه ايز استحكام په بنياد ولاړې دي٬چين به د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې مرسته روانه ساتي۔د ګل په ورځ د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو پرانستې او د تفاهم په يادښتونو د لاس ليك دستورې ته په خپله وېنا ك??ې ده ووئيل چې د سي پیك په پروژو مثبت پرمختګ كېږي٬ده ووئيل چې دواړو هېوادونو د بنيادي ودانۍ د روزګار وركړې په سماجي او اقتصادي څانګو او د توان په څانګه كښې بېلا بېلې پروژې پېل كړې دي۔په دې پروژو كار روان دے او د دې پروژو ترسره كېدو سره به ځايې خلكو سره سره ټولې منطقې ته ګټه ورسي۔ده ووئيل چې د ګوادر ماسټر پلان ع??لي كېدو٬د ايسټ بے ايكسپرېس وے٬په ګوادر ك??ې د جديد روغتون جو??ولو٬د سولر پروژې او د ووكېشنل سنټر جو??ېدو سره به په دې سيمه كښې اقتصادي پرمختګ وشي ??و ګوادر به تجارتي مركز جو??ېدو سره رامخې ته شي۔ده ووئيل چې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې نورې هم قوې كېږي۔د ګوادر فري زون وړومبې پړاو ترسره شوې او دوهم پړاؤ پېل كېږي۔د ووكېشنل سنټر جو??ېدو سره به د هنرمند افرادي قوت پ?? تيارۍ كښې مرسته شوي٬خلك به روزګار ترلاسه كړي۔ده ووئيل چې د بلين ټري سونامي له مخې د ګرين ايمپلائمنټ پروګرام ډېر مهم دے۔د پاكستان او چين ترمينځه د سياست٬تجارت او معيشت پ?? څانګو كښې مرسته زياتېږي٬دې سره به د دواړو هېوادونو دوستي لا قوي شي۔د سي پیك پروژې د پاكستان او چين د دوستۍ لويې مثال دے۔د پاكستان اقتصادي پرمختګ لپاره به د چين مرسته روانه وي
د سي پېك پروژې د پاكستان پشمول په منطقه كښې د خوشحالۍ ضمانت دي۔د چين سفير
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada