اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي پاتې راغلے اپوزيشن د دې نه وړاندې هم ناكامه شوے٬ اوس به هم ناكامه كېږي٬ د دوي اېجنډا يوازې د خپل لوټ كړي مال او غلا ساتنه كول دي ، اپوزيشن سره نمبرې پورا نه دي، شهباز شريف او آصف علي زرداري د فالودے والا، د پاپټرو والا او د مقصود نائب قاصد غوندې كردارونه بچ كول غواړي ۔ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل دوي اولس سره هېڅ سروكار نه لري٬ نه اولس لپاره هڅې كوې٬ څلوېښت كالو راهسې ئې هېواد لوټ كولو ٬ اوس هم په دغه بلېك مېلنګ كوي ، ده ووئېل مونږ نه وړاندې د اپوزيشن څخه بلېك مېل شوي يو او نه به اوس شو، ده ووئېل دا ليكل وساتئ ٬ دوي به ناكامۍ سره مخ كېږي٬ وزيراعظم عمران خان په ټول صورتحال ژور نظر لري او پرېكړې به هم كوي٬ د كومو نظريه چې د لوټ مار او كرپشن پېسه بچ كول ده د ھغې اپوزيشن نه حكومت هېڅ خطر نه لري، ده ووئېل د پي ټي آئي د غړو تحفظات به لرې كوٶ٬ دوي وړاندې هم عمران خان سره ولاړ وٶ او اوس به هم وي، ده ووئېل د نکته نظر اختلاف كېدے شي٬ مونږ به د دې ټولو نكته نظر اوروو او د دوي تحفظات به لرې كوٶ، وخت به راشي چې د اپوزيشن د ملاتړ كوونكو كانديدانو شمېره به رامخې ته شي
پاتې راغلے اپوزيشن وړاندې هم ناكامه شوے٬ اوس به هم ناكامه كېږي۔ د وزير مملكت فرخ حبيب نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر