اسلام آباد ۔ 12 ستمبر (اے پی پی) د وزیرا??ظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاکټرعبدالحفیظ شېخ وئيلي دي حكومت د ورستو پاتې طبقې بحالۍ ته خاص پام كوي۔ اقتصادی پ??مخ??ګ لپاره د نجي څانګې ډاډګيرنه كولې شي۔ ده دا خبره د خالي په ورځ كراچۍ كښې د اوورسیز انوېسټرز چېمبر دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت د بچت او كفايت شعارۍ لاره خپله كړې ده او په دوه كاله كښې په حكومتي خرڅونو كښې 5 زره روپۍ بچ كړې شوي دي۔ تېر مالي كال كښې حكومت كوم ضمني ګرانټ وركړې نه دے۔ ده ووئيل برآمدات?? ته وده وركولو له د ګامونو پورته كولو لړۍ روانه ده۔ برآمدات?? ته وده وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د وزيرا??ظم صلاحكار ووې د ټولنې د بې وزله او كمزورې طبقې مرسته كول ضروري دي۔ حكومت د وروستو پاتې طبقې بحالۍ ته خاص پاملرنه كوي۔ د كورونا وائرس وبا په مهال د بې وزله طبقې مرستې له خصوصی کېش ګرانټ پروګرام پېل كړے شو۔ ده ووئيل د كورونا مخنيوي له د پاكستان پورته كړې ګامونه په نړيواله كچه ستائلې شي۔ ده ووئيل د كورونا د لاسه د مجموعي پ??مخ??ګ شرح او ټېكس محاص??ل كښې كمې شوې دې
حكومت د ورستو پاتې طبقې بحالۍ ته خاص پام كوي۔ ډاكټر عبد الحفيظ شېخ
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن