اسلام آباد 09 مارچ (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان ته د ټیکنالوجي په اړه زر پريكړي كولو او په بيړه بدليدونكې نړۍ سره د همغږي راپېدا كولو ضرورت دے ، د پاکستان لپاره ډیجیټل ټیکنالوجي كښې يو لوي قدم د خپل معیشت ښه كولو او اولسي خدمات وركولو له پیش رفت مهم دے، ډیجیټل ټیکنالوجي څخه په ګټه پورته كولو سره په انقلابی نړۍ كښې د کاروبار لاري لټېدې شي۔ د ایوان صدر پریس ونګ له مخې صدر مملکت د زيارت په ورځ ’’اولسي ښېګړې لپاره د ډیجیټل سسټم: کمزورو او مخنيوي ‘‘ په سرخط سیمینار ته وينا كوله۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوی ووئيل هېواد ته آن لائن بینکنګ پشمول اولسي خذمات وركولو په څانګو كښې ډیجیټلائزیشن ته پراختيا وركولو لپاره ” بشپړه تھروټل ایکسلریشن” ته اړتيا ده۔د قام د صلاحیت ستائنه كولو سره ده ووئيل د اولس مثال د سرو زرو درنګ دے په كوم چې هېواد روان دے۔ده ووئيل فن ټیك (مالی ټیکنالوجی) او مصنوعی ذهانت په اړه علم زده كړه د پرمختګ لپاره محرك ثابتيدې شي۔ده ووئيل زده كړه كښې وړومبے والے او ټیکنالوجی كښې كاميابي ترلاسه كولو ته خاص پام لرنه كوو۔په دې لړ كښې په متنوع سيمو كښې د ډیجیټلائزیشن په تګلاره عمل درآمد کولو په اړه فکری نظریات او ابتدائی پريكړو له په كار كولو زور راوړلے شو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د کوویډ 19 وبائی رنځ ذکرکولو سره ووئيل په دا ډول قام د ای لرننګ او مختلف آن لائن منصوبو پلو راغب كړے شوے۔دغسې په دې مهال ایګزیکټو ډائریکټر اسټیټ بینک آف پاکستان سید سهیل جواد د 2012 نه تر 2022 مودي لپاره د جدید بینکنګ سسټم موازنههم وړاندي كړه۔
پاکستان ته د ټیکنالوجۍ په اړه زر پريكړي كولو او په بيړه بدليدونكي نړۍ سره همغږي پېدا كولو ته ضرورت لري ۔ د صدر ډاکټر عارف علوي سیمینار ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو