اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي چې د هېواد پائيدار پرمختګ او معاشي پرمختګ لپاره به په راتلونكو شپږو كلونو كښې د جي ډي پي په شرح سره د ټېكسونو وصولي 20 فيصد ته رسول وي٬په وفاقي او صوبائي كچه د ټېكس انتظاميې او د ټېكس نظام ترمينځه همغږۍ لپاره كار روان دے۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د پارليمان د غړو د كال 2019 د ټېكس ډائرېكټرۍ اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دې موقع د اېف بي آر چيئرمېن ډاكټر محمد اشفاق او د اېف بي آر نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔شوكت ترين د ټېكس ډائرېكټرۍ په اجرا اېف بي آر ته مباركي وركولو سره ووئيل چې دا د سپيځلتيا په پلو يو مهم قدم دے۔د ټول قام نظر د پارليمان په غړو وي٬كله چې قوم ته معلومه شي چې د پارليمان غړي په سپيځلې ډول ټېكس ادا كوي نو وګړي به هم دې جزبې سره ټېكس ادا كړي۔ده ووئيل چې دې سره به د ټېكس په ټول نظام كښې سپيځلتيا راشي۔
د هېواد پائيدار پرمختګ او معاشي پرمختګ لپاره به په راتلونكو شپږو كلونو كښې د جي ډي پي په شرح سره د ټېكسونو وصولي 20 فيصد ته رسول وي۔د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د پارليمان د غړو د كال 2019 د ټېكس ډائرېكټرۍ اجرا دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر