اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي)د كشمير پارليماني كمېټۍ 21مه غونډه به(سبا)د اتوار په ورځ كېږي٬په غونډه كښې به د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)جوړ شوې آزاد او مستقل بشري حقونو كمېشن پلاوې په خاص توګه ګډون كوي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د كشمير پارليماني كمېټۍ غونډه به ان كيمره كېږي۔د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي په مشرۍ كښې په غونډه كښې به خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف او د اسلامي مرستې تنظيم د كمېشن 12 كسيزه پلاوې په خاص توګه ګډون كوي دغسې د كمېتۍ غړي او اړوند چارواكي به هم په غونډه كښې ګډون كوي۔د پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي به ګډون كوونكي او د اسلامي مرستې تنظيم د بشري حقونو كمېشن پلاوې د هند حكومت د اړخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو٬د 5 اګست 2019 د آئين دفعه 35 اے او 370 ختمولو نه پس د هند په غېر قانوني تسلط مقبوضه جمو كشمير كښې د مسلمانانو د اكثريتي آبادۍ تناسب په اقليت د بدلولو غېر قانوني اقدامات په اړه بريفنګ وركوي۔
د شهريار خان آفريدي په مشرۍ كښې به د كشمير پارليماني كمېټۍ ان كيمره غونډه د اتوار په ورځ كېږي
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena