اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د جغرافیائی او سیاسي سوچ نه پرته په افغانستان كښې بيا رغونې ته اړتيا ده، ټول ذمه وار هېوادونه دې د پخوا د تېروتنو څخه زده كړې وكړي، دې موقعې څخه په استفاده كولو دې نوے دور پېل كړے شي چې پكښې مستحکم او سوله ايز افغانستان په منطقه كښې د حقيقي استعداد پكار راوستلو لپاره زمونږ مرستياله وي، افغانستان د معاشي تباهۍ نه ساتلو لپاره نړۍ له په ګده كار كولو ته اړتيا ده۔ د ګل په ورځ خيليج ټائمز كښې خپور خپل مضمون كښې خارجه وزير وئيلي دي د څو لسيزو د ستونزو نه پس افغانستان په يوه تاريخي پراؤ ولاړ دے چرته چې يا خو ھغوي د شخړو او عدم استحكام نه عمري خلاصے ترلاسه كولې شي يا د رياست په توګه ناكامۍ پلو تللے شي چې ورسره به د افغانانو لپاره نه برداشت كېدونكې نورې ستونزې رامخې ته شي او ټوله منطقه به وځپلې شي ۔ ده وئيلي دي د افغانستان صورتحال څخه پاكستان هم د لويو مالي او ځاني زيانونو سره مخ شوے خو د دې باوجود مونږ ثابت قدم پاتې وو۔ ده وئيلي د نزدې ګاونډي په حیث مونږ د هغوي څخه د لاتعلقه پاتې كېدو متحمل كېدلے نشو خارجه وزير د اشرف غنی د حکومت تللو نه پس پاکستان په افغانستان كښې خپل سفارت او قونصلګري پرانستې ساتلي او دغسې زمونږ قامي ایئرلائن پي آئي اے سفارتي مشنز ، نړيوال بین تنظیمونه ، آئی این جی اوز او د میډیا ادارو اہلکار راويستلو كښې مهم كردار تر سره كړے ۔ ده وئېلي دي د افغانستان بحران ، په دې كښې شدت یا په تسلسل كښې د پاکستان هيڅ كردار نه دے پاتې ، البته مونږ عمر له جنګ د خبرو اترو د لارې ختمولو له مرسته كړې۔ خارجه وزير وئېلې دي پاکستان عمر له په سپائیلرز زور راوړے جې هغوي د افغانستان د استحکام عمل مخ نيوي نه ډډه وكړي۔افغانستان سخت مجروح دے كوم چې نظر انداز كولو نه ملهم ته اړتيا لري ۔د سائبر پلیټ فارمز ناسمه كارولو او د اولس تر مينځه تقسیم راپیدا کولو لپاره بې بنسټه تورونو لګولو له هوار وركول او د نړۍ ګمراہ کولو لړۍ دې بنده كړې شي ۔ خارجه وزير خپل مضمون كښې وئېلې نړيواله ورورولي دې معاشي او انساني تباهۍ مخ نيوي به لپاره د افغانستان ملاتړ وكړي۔ د ماضي داسې افسوسناکې پیښی دې بيا راتازه نه كرې شي كومو چې افغان ټولنه كښې تقسیم لا زيات كړے ؤ او فوځي کارروائۍ ، بدانتظامۍ ، بدعنوانۍ او د مغربي ټیکس وركوونكو پیسې ضیاع کولو په سبب صورتحال له لا پيچلے شوے ؤ ۔ده ووئېل د افغانستان نوي نظم و نسق په حقله مونږ دا وايو چې حقیقي مفاهمت له وده وركړې او په داسې طرز حکمراني اختیار کړې چې ترې كوم نسل یا صنف د ځان لپاره كومه خطره محسوس نه كړي۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئېلي د يو ذمه وار هېواد په حېث پاکستان نه يوازې د امن عمل لپاره د سهولت کار كردار تر سره كړے بلكه د افغانستان په حقله سيمه ايز نکته نظر تشکیلولو لپاره هم هڅې كوي ، مونږ په افغانستان كښې تل پاتې امن او استحکام لپاره د لوديزو هېوادونو سره سره د افغانستان د ټولو سياسي ډلو سره هم رابطه كړې ۔ خارجه وزير ووئېل پاکستان په نړيوالو طاقتونو زور راوړي چې هغوي د بین الافغان صلحې ودې لپاره حقیقي هلو ځلو ته پام وكړي ، افغانان د لسيزو روانو شخړو نه تنګ شوي، په دې صورحال كښې د افغانستان نه پس پاکستان تر ټولو زیات ځپلے شور هېواد دے ده وئېلې مونږ يوه امن لرونكې او خوشحاله منطقه غواړو كومه چې نړيوالې سلامتیا او استحکام له تقویت وركړي ۔ دې سره به مونږ پخپلو كښې د رابطې تګلارې لپاره هم مرسته تر لاسه كړے شو او كومه به چې د منطقې د اقتصادي انضمام سبب وګرځي ۔ ده وئېلي د افغانستان په پراخه زړه مرستې سره به معاشي او د كډوالو بحران مخ نيوي له مرسته تر لاسه شي، او په دې لړ كښې به مالیاتي قدغنونه د عامو افغانانو ستونزې لا زياتې كړي ، مونږ له د هغوي د مرۍ ځورولو په ځاے د هغوي ملاتړ پكار دے ۔ خارجه وزیر وئېلې دي راځې چې د جغرافیائي او سیاسي سوچ نه پرته د افغانستان دړد او تکلیف کمولو لپاره هڅې وكړو۔ پاکستان په ټولو ذمو وارو هېوادونو زور راوړي چې هغوي د ماضي د تېروتنو نه زدكرې وكړي ٬ راځې چې مونږ د دې موقعې نه استفادہ کولو سره يو نوے دور پېل كړو چرته چې امن لرونكے او يو مستحکم افغانستان د منطقې حقیقي استعداد كارولو لپاره زمونږ مرستيال شي
د جغرافیائی او سیاسي سوچ نه پرته دې د افغانستان كښې بيا رغونه وكړې شي٬ د نوي دور پېل كولو سره مستحكم او د سوله ايز افغانستان د لارې دې د منطقې حقيقي استعداد پكار راوستلے شي۔ د خارجه وزير شاہ محمود قرېشي خليج ټائمز كښې مضمون
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا