اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايئر پورټ آپرېشن آٶټ سورسنګ پحقله د سټېئرنګ كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د اېوي اېشن سېکتر، د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ سي اي او ، د پاکستان سول اېوي اېشي اتهارټۍ ډي جي، د آئي اېف سي ډلې او نورو سركاري لوړ پورو ګډون وكړو۔ كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د اسلام آباد ايئر پورټ د لېن دېن آؤټ سورسنګ د تازه صورتحال پحقله اشتهارات په ټولو ځائي او نړيوالو ورځپاڼو كښې شائع كړې شوې دي۔ په دې موقع د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د كمېټۍ د ټولو غړو د هلو ځلو او مرستې ستائنه وكړه چا چې د پاكستان په هوائي مېدانونو كښې د بهترين نړيوالې هوابازۍ طريقې او خدماتو لپاره د آؤټ سورسنګ منصوبه ممكن كړې ده۔ د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق هم د ټولو اړوند چارواكو او د خزانې وزير په دې ټول عمل كښې په پرله پسې مرسته مننه وكړه
د وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايئر پورټ آپرېشن آٶټ سورسنګ پحقله د سټېئرنګ كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات