اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) عمومي سېكتر ډاکټر هادي سليمان پور وئيلي دي چې شريك تاريخ، كلتور او د دود دستور په تناظر كښې د اي سي او غړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي او كلتوري روابطو ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په كوربتوب كښې د اي سي او د پالماني اسمبلۍ د دوهم كانفرنس په وړومبۍ ورځ د پرانستې دستورې ته د وېډيو لنك د لارې خپلې وېنا كښې ده ووئيل اته كاله وړاندې د پخوانې سپيكرې فهميده مرزا د هلو ځلو په نتيجه كښې د اي سي او د غړو هېوادونو وړومبې كانفرنس شوے ٶ٬ نن د غړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو او مرسته كښې تندوالې په نظر راځي۔ ده ووئيل د اسمبلۍ دوهم كانفرنس يوه اهمه موقع ده او په دې كښې د تنظيم پاتې هېوادونه د پائيكو په چارټر كښې شاملول دي۔ ده ووئيل دا خبره د اهميت وړ ده چې د اي سي او غړي هېوادونه شريك تاريخ٬ كلتور او اقدارو كښې يو بل سره تړلي دي٬ د دې هېوادونو ترمېنځه د پېړو راهسې تجارتي روابط دي، په داسې حال كښې جيو اكنامك او جيو كلتوري روابطو ته پراختيا وركول او تنظيم لا فعاله او موثره كول د وخت ضرورت دے۔ ده ووئيل په تنظيم كښې د مېنځنۍ آسياء رياستونه شاملول يو اهمه واقعه ده. دې هېوادونو سره تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې پراخه موقعې موجود دي۔ ده ووئيل تجارت٬ رابطه كارۍ٬ توان٬ اقتصادي پرمختګ او د غربت تخفيف لپاره به غړو هېوادونو له په ګډه كار كول وي۔ عمومي سېكتر په خاص توګه د سېلګرۍ په څانګه كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل چې د غړو هېوادونو ترمېنځه د سېلګرۍ ويزې وركولو كښې سهولت وركول پكار دي۔ ده د غړو هېوادونو په اړوند پارلمان كښې د پائيكو خاص كمېټۍ جوړولو او تنظيم لپاره د فنډز نظام مربوط كولو په ضرورت زور رواړو۔ د پرانستې غونډې ته د تاجکستان او ترکمانستان پارلماني سپيكرانو هم وېنا وكړه
شريك تاريخ، كلتور او د دود دستور په تناظر كښې د اي سي او غړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي او كلتوري روابطو ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ د اي سي او عمومي سېكتر ډاکټرهادي سليمان پور كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : loteria estadual