اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د ټول هېواد د ټول مكاتب فكر علما او مشائخ د سيالكوټ پېښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې د توهين رسالت يا توهين مذهب جرم كوونكو ته به عدالت سزا وركوي، قانون په لاس كښې اخستل شرعاً و قانوناً په هېڅ صورت جائز نه دي. حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په لاهور، قاری حنیف جالندھری په ملتان، مفتی تقی عثمانی په کراچې، مولانا حامد سعید کاظمی په ملتان، مولانا نعمان حاشر په پېنډې، مولانا ابوبکر صابری په اسلام آباد، مولانا حامد الحق حقانی په اکوړہ خټك او پیر نقیب الرحمن په پېنډې كښې د جمې لمونځ په خطباتو كښې ووئيل چې د سيالكوټ پېښې ټول قوم شرمنده كړے دے، كه چرته په چا د توهين مذهب يا توهين رسالت تور ولګي نو شرعاً و قانوناً لازم دي چې هغه د قانون منګولو ته وسپارل شي، د دې شكايت قانون نافذ كوونكو ادارو ته وكړې شي او د عدالت د پرېكړې دې انتظار وكړے شي. دوي ووئيل چې كوم تن يوازې د الزام په بنياد قتلول او قانون په لاس كښې اخستل په يو صورت هم جائز نه دي. په دې لړ كښې په لاهور كښې د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل چې د توهين ناموس رسالت يا د توهين مذهب د قوانينو په اړه د ټول هېواد په كچه كمپائن پېل كولې شي چې دغسې په دې لړ كښې اولس خبر كړے شي.
د توهين رسالت يا توهين مذهب جرم كوونكو ته به عدالت سزا وركوي. د حافظ محمد طاهر محمود اشرفي پشمول د ټول هېواد د علما و مشائخ د جمعې لمونځ په مهال خطبات
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria