اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت وئيلي دي چې عمران خان بهر مېشته پاکستانیانو ته د رایې كارولو حق ورکړو٬ د 30 اربه ډالر ترسيلات زر پاكستان ته راځي٬ راروان كال كښې به دا د 35 اربه ډالره نه هم زيات شي ٬ زرداري ٬ بلاول او مريم صفدر ته بلنه وركوم چې هغوي راشي او وګوري په كنونشن كښې فارن فنډنګ واله ناست دي٬ كومه كنده چې پي ټي آئي لپاره كېندل شوې په هغې كښی به نون ليګ او پيپلز ګوند پخپله پرېوزي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ درې ورځني اوورسيز كنونشن ته خطاب كښې وكړه۔ تېرو واكمنو ته د هېواد نه تېښته كول خوښ دي او عمران خان اوورسیز پاکستانیان خوښوي له دې كبله هغه دوئي ته د ووټنګ حق وركړو۔ هغه ووئيل د كله نه چې عمران خان اقتدار ترلاسه كړې دې بهر مېشته پاكستانيانو ته د عزت په سترګه كتلې شي۔ فرخ حبيب ووئيل پاكستان په معاشي توګه په خپلو پښو ودرېدونكې دې۔ فرخ حبيب ووئيل عمران د آزادې خارجه پالېسۍ بنياد اېښودلې دې۔ فرخ حبيب ووئيل پي ټي آئي په اولني ځل د پولیټیکل فنډ رېزنګ کانسپټ معارفي كړې دې۔ هغه ووئيل په تېر وخت كښی په 20 ٬ 20 كروړه وزارتونه او منصبونه خرڅ شوي دي۔ فرخ حبیب ووئيل د وزيراعظم عمران خان صحت كارډ ٬ كم آمدن هاؤسنګ او د احساس پروګرام په شمول ټول اقدامات په ګرده نړۍ كښې ستائلې شي۔
عمران خان بهر مېشته پاکستانیانو ته د رایې كارولو حق ورکړو، تحریک انصاف لپاره کېندل شوې کندې ته به مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند پخپله پرېوزي٬ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم