اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي وزيراعظم به (نن) د نهې په ورځ كاروباري ورورولۍ سره په بجټ د مشاورت پحقله پري بجټ سېمينار ته مهم خطاب كوي ۔ د ګل په ورځ خپل ټويټس كښې دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به پاکستان معاشي پرمختګ او د خوشحال پاكستان خپل وژن تعبير لپاره په پري بجټ کنفرنس كښې ګډون كوي۔ دې ووئيل د وزيراعظم وژن يو داسې پاكستان دے چرته چې معيشت وده كوي ٬ په مستحكم او پائيداره بنيادونو ترقي وي، هر پاکستانے او د هېواد هره منطقه په دې كښې حصه داره وي، چرته چې د غربت او محروميو خاتمه وي٬ وګړو ته سماجي، سياسي او معاشي حقونه ترلاسه وي٬ دوي د ژوند د ناكردو نه خلاص شي او ښه ژوند وكړي۔ خپل ټويټ كښې دې ووئيل وزيراعظم به پاکستان ته د رامخې ته معاشي مسئلو او د دې حل لپاره سمدستي او تل پاتې اقدامات باندې د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزيراعظم به د مالي كال 23-2022 بجټ لپاره وړاندېزونه هم ترلاسه كوي۔ دې ووئيل وزيراعظم به زراعت، فوډ سيکورټي، توان، آئي ټي، ټيکسټائل، مينوفيکچرنګ، برآمدات او په نورو څانګو كښې د كاروباريانو څخه چارټر آف اکانومي لپاره نيشنل ډائيلاګ پېل كوي٬وزيراعظم به کاروباري شخصيات څخه وړاندېزونه اخلي او دوي به د سباٶن په لائحه عمل اعتماد كښې اخلي
وزيراعظم به (نن) پري بجټ سېمينار ته مهم خطاب كوي٬ د وزيراعظم وژن يو داسے پاكستان دے چرته چې معيشت وده كوي۔ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ټويټ
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث