اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د افغانستان سفير نجيب الله علي خيل ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ، د تجارت ودې پشمول د شريكي خوښې په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سپيكر په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان او د افغانستان اولسونه خپلو كښې نزدې خپلولي لري۔پاكستان افغانستان كښې امن لپاره د افغان حكومت او اولس سره ولاړ دے۔مستحكم او قوي افغانستان د پاكستان او سيمي په ګټه دے۔اسد قيصر ووئيل د پاكستان موجوده حكومت د افغانستان سره په پراخه بنياد تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول غواړي۔پاكستان خواهش لري چې سي پيك منصوبې څخه افغانستان استفاده وكړي۔جغرافيائي اعتبار سره افغانستان د مينځني اسياﺀ لپاره د ګيټ وے حيثيت لري ۔ ده ووئېل پاك-افغان تجارت او سرمايه كارۍ لپاره د قومي اسمبلي د پاك-افغان فرينډشپ ګروپ د ايګزيكټو كمېټۍ په مرتب كړو سفارشاتو عملدرآمد كيږي۔افغان زدكوونكو او رنځورانو لپاره ويزه پاليسۍ كښې نرمي شوې او افغانان به پاكستان كښې د صحت او تعليم آسانيو څخه استفاده ترلاسه كړي۔ افغان سفير ووئيل د پاكستان او افغانستان سياسي قيادت ترمينځه رابطې خوشبينه دي۔ افغانان د پاكستان سره د ملګرتيا اړيكي او ورورولۍ په بنياد خپلولۍ ته د قدر په سترګه ګوري۔ هغه ووئېل افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د قدر وړ خذمات د ستائني وړ دي۔ افعانستان كښې د پاكستان په مرسته روانو منصوبو لپاره د افعانستان اولس د پاكستان مننه كوي۔ هغه ووئېل افعان حكومت او اولس د قومي اسمبلۍ سپيكر د افعانستان دورې ته سترګي په لاره دي۔(
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره پاكستان كښې د افغانستان سفير نجيب الله علي خيل ملاقات، په دوه اړخيزه اړيكو ، د تجارت ودې پشمول د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج