بهاولپور11اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د سوئيلي پنجاب پحقله هر ډول اقدام كولو نه وړاندې به ټولو ډلو سره مشاورت كولے شي٬ په دې منطقه كښې د كركيلې اهميت له مخې به د اوبو پحقله ټولې مسئلې حل كولې شي٬ پاكستان كښې په وړومبي ځل د ټېكس په مد كښې ريکارډ محصولات راغونډ كړے شوي كوم چې د اولس په حكومت د باور څرګندونه ده٬ د تعليم٬ صحت او انفراسټركچر بهترۍ ته حكومت پام لرنه كوي ۔ وزيراعظم د دې خيالارتو څرګندونه د شورو په ورځ بهاولپور ډويژن كښې د پرمختيائي منصوبو او د سوئيلي پنجاب سېکټريټ کارکردګۍ او د جوړولو د پېشرفت لپاره د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو او ځائي پارلماني غړو سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران مخدوم خسرو بختيار، طارق بشير چيمه، سيد فخر امام، خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه، ډاکټر شهباز ګل، ملک عامر ډوګر، سينيټر عون عباس بپي، د پنجاب وزيرِ اعلي سردار عثمان بزدار، د خزانې صوبائي وزير هاشم جواں بخت، د قامي اسمبلۍ غړې کنول شوذب نور پارلماني غړي هم موجود وو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته دبهاولپور ډويژن په مجموعي صورتحال چې پكښې معاشي، سماجي، تعليم، صحت، بنيادي ډھانچه او په خاص توګه د كركيلې پېداوار په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د سوئيلي پنجاب پحقله هر ډول اقدام كولو نه وړاندې به ټولو ډلو سره مشاورت كولے شي۔ وزيراعظم ووئيل اوبه د انسان بنيادي ضرورت دے او په دې منطقه كښې د زراعت اهميت له مخئ به د اوبو پحقله ټولې مسئلې حل كوٶ۔ ده ووئيل پاكستان كښې په وړومبي ځل د ټېكس په مد كښې ريکارډ محصولات راغونډ كړے شوي كوم چې د اولس په حكومت د باور څرګندونه ده٬ تعليم٬ صحت او انفراسټركچر بهتري د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ په دې موقع د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو د بهاولپور ډويژن په بېلا بېلو ضلعو كښې اولس ته د رامخې ته مسئلو او د دې لرې كولو لپاره تجويزونه هم وركړل
د سوئيلي پنجاب پحقله هر ډول اقدام كولو نه وړاندې به ټولو ډلو سره مشاورت كولے شي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena