اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هندي ځواكونو لخوا د ارواښاد سيد علي ګېلاني كورنۍ په ضد د مقدمو درج كول د شرم وړ ګام دے۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل اول د 92 كلن سيد علي ګېلاني ٬ كوم چې تر ټولو محترم او اصول لرونكو كشميري لارښودو كښې شمېرلے شي ٬ مړے په زور اخستل او بيا د هغه د كورنۍ په ضد د مقدمو درج كول نازيانو څخه د متاثره آر اېس اېس – بي جي پي سركار د لاسه د هندوستان سفاكيت ته د رسېدو يو بل د شرم وړ مثال دے۔ وزیراعظم خپل ټويټ سره د هندي ورځپاڼې ټائنم آف انډيا خبر هم شيئر كړو۔ د خبر لمخې د مقبوضه كشمير پوليس د سيد علي ګېلاني د تدفين په وخت د هند مخالف نعرې په پورته كولو او د ارواښاد مړي په پاكستاني بېرغ كښې د نغښتلو په معامله د سيد علي ګېلاني د كورنۍ او نورو وګړو په ضد بډګام پوليس سټېشن كښې آېف آئي آر درج كړے دے
د هندي ځواكونو لخوا د ارواښاد سيد علي ګېلاني كورنۍ په ضد د مقدمو درج كول د شرم وړ ګام دے۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania