ملتان۔10اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي مظلوم كشميرې اولس د هندي پوځ د استبداد او ظلم نه خلاصولو له به نړيوالې ورورولۍ له راوړاندې كېدل وي٬ زمونږ د اقداماتو په سبب كشمير د يوې منطقې نه بلكې نړيواله مسئله جوړه شوې ده كومه به چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې حل كول وي٬ نړۍ په افغانستان کښې د سولې لپاره زمونږ هڅو ته ګوري ، په افغانستان کښې سوله زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ كورونا وبا د نړۍ معيشتونه كمزورې كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ د اېن اے 156 بېلو يونين كونسلونو دورې په مهال د استقباليې دستورو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د هندي ظلم او زياتي په ضد به په هر فورم غږ پورته كوؤ۔ د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې د امن په ځائې كېدل زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده او مونږ دا ګڼو چې د منطقې امن افغانستان كښې امن سره تړلے دے۔ هغه ووئيل پاکستان به د افغان امن عمل په شمول منطقه كښی امن او استحكام لپاره خپلې مصالحانه هڅې روانې ساتي۔ هغه ووئيل د كورونا وبا د نړۍ طاقتور معيشتونه ځپلې دي٬ په دې چېلنجز قابو موندلو له معاشري سفارت كاري كارولو سره د اقتصادي مرستې وده او په سيمه ايزو رابطو كښې اضافه زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل په منطقه كښې تلپاتي امن له به نړيوالې ورورولۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔ هغه ووئيل د حكومت په زړه پورې پالېسيو سره د پاكستان تلپاتې پرمختګ د اولس په ګټه كښې روان دے۔ پاكستان به د خپلو ترقي پسند پالېسيو د لارې په نړۍ كښې ځانګړې مقام ترلاسه كړي۔ هغه ووئيل په بهر هېوادونو كښې د مېشته كميونټي خېر ښېګړه زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل ده٬ زما په خصوصي هدايت ګرده نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې بهر هېودانو كښې د مېشته پاكستاني وګړو خېر ښېګړې او د هغوي مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو هڅې كوي۔ دې نه وړاندې خارجه وزير يوه مصروف ورځ تېره كړه۔ هغه په رضا هال ملتان كښې سيرت كنفرنس ته د وزيراعظم خطاب واورېدلو۔ په دې موقعه وزیر مملکت ملک عامر ډوګر‘ معین ریاض قریشی‘ ملک احمد حسین ډیهړ‘وسیم خان بادوزئی‘ندیم قریشی‘ ملک سلیم لابر‘ظهیر الدین علیزئی‘کمشنر ملتان ډاکټر ارشاد احمد‘ډپټی کمشنر عامر کریم خان‘ خالد جاوېد وړائچ‘قربان فاطمه‘ ملک عدنان ډوګر‘ رانا عبدالجبار‘ اکرم کنهوں‘ آصفه سلیم‘ شازیه وحید ارائیں‘ ډاکټر روبینه اختر او د سعدیه بھټه په شمول د تحريك انصاف كارمندان او د سول سوسائټۍ غړي هم موجود وو
نړۍ په افغانستان کښې سولې لپاره زمونږ هڅو ته ګوري ، په افغانستان کښې سوله زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil