اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مري په پېښه د ګل په ورځ عام بحث شوے ٬ په دې موقع غړو پېښه د افسوس وړ ګرځولو سره په سباٶن كښې د دا ډول پېښو مخ نيوي لپاره د وخت نه وړاندې د اقدامات په حاجت زور رواړے ٬ غړو د سېل په ځايونو په سړكونو د خاص اېمرجنسي لېن جوړولو، د ټورازم پوليس جوړولو٬ د سېل د متبادل ځايونو وده او هوټلز لپاره سرټيفکيشن د لازمي ګرځولو پشمول د پېښو نه بچ كېدو لپاره تجويزونه وړاندې كړي۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې اپوزيشن ليډر شهباز شريف د پېښې تحقيقات لپاره د جوډيشل كمېشن جوړولو مطالبه وكړه٬ د حکومت لخوا د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د شهباز شريف لخوا د پورته كړو نكاتو مدلل ځواب وركړو او په دې پېښه د سياست كولو په ځاے د مثبت تجويزونو وړاندې كولو ئې ووئيل ۔ د دې نه پس بلاول بھټو زرداري هم بحث كښې د پېښې د جوډيشل انكوائرۍ مطالبه وكړه۔ په بحث كښې د بلوچستان نيشنل پارټي مېنګل غړي آغا حسن بلوچ د اختر مېنګل او ګوند لخوا په پېښه د افسوس څړګندونه كولو سره د دا ډول پېښو مخنيوي لپاره په سمدستي توګه د ګامونو پورته كولو په حاجت زور رواړو۔ د قامي اسمبلۍ غړې شنيلا رتھ ووئيل د مري پېښه قدرتي آفت دے٬ د پېښې نه پس د رېسكيو لخوا اقدامات د ستاڼې وړ دي ٬ دې ووئيل په ماډل ټاٶن كښې د پلان له مخې په خلقو ګولۍ ورولې شوې٬ نن ھغوي په حكومت تورونه لګوي۔ دې ځپليو كورنيو لپاره د مرستې غوښتنه وكړه۔ د پيپلز پارټي خورشيد احمد شاه ووئيل د مري پېښه د انتظامي د غفلت نتيجه ده٬ كه وړاندې نه انتظامات شوې وو نو دا پېښه به نه وه رامخې ته شوې۔د تحريک انصاف غړي رياض فتيانه د مري په پېښه د افسوس څړګندونه كولو سره ووئيل دې پېښې څخه زده كړه كولو لپاره مونږ له سباٶن ته كتل پكار دي۔ده تجويز وړاندې كړو چې ګردې نړۍ كښې د رائج اېمرجني لېن په ډول د سېل په ځايونو كښې په سترو لارو ٬ پوليس٬ فائر برګېډ او د مرستې ډلو لپاره خاص لېن جوړول پكار دې۔ بايد ټورازم پوليس جوړ كړې شي٬ ده ووئېل په مري او د سېل په نورو ځايونو ګڼه كمولو لپاره د سېل متبادل ځايونو ته وده وركول پكار ده ٬ په دې لړ كښې فورټ منرو او وادي سون سکېسر سېل لپاره ترجيحي ځايونه جوړېدې شي٬ ده ووئېل هوټلز لپاره سرټيفکيشن دې لازمي وګرځولے شي ٬ د سېلګرو لارښونې لپاره دې خاص ټورسټ ګائيډ کټس جوړ كړے شي٬ د سېل په ځايونو كښې دې بنيادي ډهانچه ښه كړے شي٬ مېنځنۍ طبقې لپاره دې د سرکاري او نجي څانګې په اشتراك يوته هاسټلز جوړ كړے شي۔ ده ووئيل اګرچه د پېښې پلټنو لپاره كمېټي جوړه كړې شوې خو كه د جوډيشل كمېشن جوړولو ضرورت وي نو ھغه هم جوړېدے شي
قامي اسمبلۍ كښې د مري په پېښه عام بحث٬ سباٶن كښې د دغسې پېښو مخ نيوي لپاره د وخت نه وړاندې د اقدامات په حاجت زور
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II