ګلګت ۔12مئی(اے پی پی) د ګلګ بلتستان چارو وفاقي صلاحكار قمر زمان كائره په دوه ورځنۍ دوره ګلګت بلتستان ته رسېدلې دې۔ ګلګت ته په رسېدو قمر زمان كائره ته د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د مخالفې ډلې مشر امجد حسېن اېډووکېټ، د پیپلز ګوند د اسمبلۍ غړو انجنئر محمد اسماعیل، سعدیه دانش، غلام شهزاد آغا، د ګلګت بلتستان چيف سېكتر محی الدین وانی، د ګلګت بلتستان آئي جي سعید وزیر او نورو آفيشلز تود هركلې ووې۔ قمر زمان كائره به د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال د بېلو سياسي ګوندونو لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔ دې به د ګلګت بلتستان اعلی وزير خالد خورشيد او پخواني اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن سره هم ملاقات كوي۔ وفاقی صلاحكار به د ګليشيئر شلېدلو نه وروستو د رامخې ته شوي صورتحال جاج اختسلو لپاره د هنزه دوره هم كوي۔
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر