پيندۍ 02 جون (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه بلوچستان كښې د بلدياتي ټاكنو په سپيځلې ډول كولو، سماجي او اقتصادي هلو ځلو لپاره محفوظ ماحول وركولو له صوبه كښې د فارميشنز هڅي ستائلي دي ۔ د ائي اېس پي آر له مخې سرلښكر د زيارت په ورځ د كمانډ اينډ اسټاف كالج كوئټه دوره وكړه۔ دغسې كور كمانډر ليفټيننټ جنرل سرفراز علي د سرلښكر هركلے وكړو۔جنرال قمر جاويد باجوه فيكلټي سره ملاقات وكړو او كمانډ اينډ سټاف كالج كوئټه ګډون كوونكو ته ئې خطاب وكړه۔ده د زدكونكو پيشه وره صلاحيتونو په رامخې ته كولو د فيكلټي غړو كردار وستائلو او د كورس په ګډون كوونكو ئې زور راوړو چې د سباؤن په ميدان كښې چيلنجونو، جديد ترين تكنيكي ترقيو او پيشه وره صلاحيتونو زياتولو ته پام لرنه وكړي۔دې نه پس هغه د كور هيډ كوارټرز دوره وكړه چرته چې هغه ته صوبه كښې په امنيتي صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔
د سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د كمانډ اينډ سټاف كالج كوئټه دوره
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2