اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د خارجه دفتر ??يا??د عاصم افتخار وئېلي دي د ماحولياتي بدلونونو په حقله د پاكستان د پالېسو او اقداماتو په نړيواله كچه اعتراف كېږي٬د افغانستان په اړه پاكستان موثره سفارتكاري روانه ساتلې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ كښې وكړه۔??يا??د ووئيل په جمو او كشمير د هند غېر قانوني قبضې 74 كاله ترسره كېدو په ضد توره ورځ لمانځلې شوې او پاكستان د كشميريانو د حق خود اراديت هلو ځلو له د مرستې نه كمزورې كېدونكې عزم له پخلے كړ??۔د ټول پاكستان پشمول په ګرده نړۍ كښې د كشميريانو سره د يو والي څرګندونه شوې۔د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د خارجه دفتر څخه د يو والي څرګندونې لپاره لاريون شوے۔ دغسې صدر٬وزيراعظم او خارجه وزير د تورې ورځ په موقع خپلو پېغامونو كښې د كشميريانو پیدائشي حق٬حق خود اراديت ترلاسه كولو پورې د كشميريانو د مرستې دوامداره ساتلو د عزم پخلے كړ??۔خارجه وزير د هند په غېر قانوني قبضه جمو او كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته او د سلامتي كونسل صدر ته خطونه ليكلي دي ۔ده ووئيل هند په شخړيز كشمير كښې په رياستي ترهه ګرۍ كښې ككړ دے او د پنځلسم اكتوبر نه تراوسه سرينګر او پلوامه ضلعو كښې لس كشميريان شهيدان كړ?? شوي۔ده په هند كښې په اقليتونو او كشميريانو د كېدونكو ظلمونو او د هغوي په ځورولو سخته اندېښنه ښكاره كړه۔??يا??د ووئيل د هند په ضد ټي 20 مېچ كښې د پاكستان په بريا په جشن لمانځونكو كشميريانو طالبعلمانو حملې شوي ۔د مثال په توګه ده ووئيل په اوسنيو كښې د هند په غېر قانوني تسلط لرونكې جمو كشمير كښې هندي پوځيانو د پونچه په يوه پېښه كښې د پاكستان وګرے بنديوان ضياﺀ مصطفٰی وژلے ??مونږ د دې پېښې غندنه كوو او د هند ناظلم الامور خارجه دفتر ته رابللے شوے ۔په دې پیښه مو احتجاج كړ?? او په هندي حكومت زور راوړلے شوے چې د دې پیښې تصديق وكړي او د باور وړ پلټنې وكړي او ذمه وار ?? قانون سره مخ كړي۔ د??يا??د ووئېل د دې پېښې سپيناوے غوښتلے شوے٬تراوسه مونږ د جوهر پور پېښې پلټنو ته سترګې په لار يو چې پكښې 11 پاكستانيان په مشتبه توګه په حق رسېدلي وو۔ده ووئيل موسمياتي بدلون ته حكومت پام لرنه كوي٬وزيراعظم د دغې علم لرونكے دے او د پاكستان د پالېسيو او اقداماتو په نړيواله كچه اعتراف كېږي۔په دې لړ كښې مونږ د سعودي عرب سره په زړه پورې اړيكې لرو۔ د خارجه دفتر ??يا??د ووئيل وزيراعظم د 23 نه تر 25 اكتوبر د سعودي دوره كړ?? او مينځني ختيز په شاداب اقدام كنفرنس كښې يې ګډون كړ??۔وزيراعظم د موسمي بدلونونو څخه پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د پیښو مسائلو څخه غونډه خبر كړ?? او د ماحولياتي چېلنج مقابلې لپاره يې د پاكستان په تجربو رڼا اچولې دغسې وزيراعظم د پاكستان او سعودي سرمايه كارۍ پورم ته هم خطاب كړ?? او د سعودي ولي عهد٬د بحري?? ولي عهد او د موسمياتي بدلون په اړه د امريكې خاص استازي پشمول نړيوالو لارښودو سره يې ملاقاتونه كړي ۔ ??يا??د ووئېل وزيراعظم تېره اونۍ د چين صدر شي جن پنګ٬د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف او د پرنس آف ويلز شهزاده چارلس پشمول مهمو شخصياتو سره په ټېليفون خبرې كړي۔ده ووئيل د افغانستان په حقله د پاكستان موثره سفارتكاري روانه ده۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې حقله په تهران كښې د ګاونډيانو هېوادونو د وزيرانو په دوهمه غونډه كښې ګډون كړ??۔خارجه وزير په اوسني پېشرفت د پاكستان نكته نظر څخه هغوي خبر كړي۔دغسې خارجه وزير د ايران قيادت د ازبك ٬ تركمانستان او تاجكستان هم منصبو سره هم ملاقاتونه كړي۔??يا??د ووئيل خارجه وزير په 21م اكتوبر د كابل دورې په مهال د افغانستان د عبوري حكومت قيادت سره هم ملاقاتونه كړي ۔ دغس ېخارجه وزير د افغانستان مرستې په حقله هغوي د پاكستان د ګامونو نه خبر كړي۔خارجه وزير افغانستان كښې د بشري مرستې لپاره د 5 اربه روپو اعلان هم كړ??۔د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل د نوي امريكائي سفير ټاكنه د طريقه كار ??رمخه شوې٬مونږ د دې هركلے ??وو۔ده ووئيل د ټي 20 مېچ په تناظر كښې چې څه وكړے شول هغه د هند د تسلط لاندې جمو او كشمير او په هند كښې د صورتحال عكاسي كوي۔دا يو خطرناك رجحان دے كوم چې په بي جے پي او آر اېس اېس حكومت كښې زياتېږي۔??يا??د ووئيل مونږ د پاكستان په حقله د هند د مجموعي جارخانه رويې نه خبر يو۔د هندي آبدوز تعينولو په اړه ده ووئيل دا په وړومبي ځل نه دي شوې٬په دغه تناظر كښې زمونږ پاك بحريه چمتو ده او د كوم هم جارحانه عزائمو په ضد د خپلو پولو د حفاظت صلاحيت لري۔ده ووئيل د پاكستان او چين قيادت ترمينځه خبرې اترې د سدا بهار ??ټراټېجك مرستې ترمخه د همكارۍ خاصا ده۔ دغسې د دواړو لارښودو ترمينځه په زړه پورې خبرې شوي او د پاكستان او چين اړيكې د دوه اړخيزه احترام او باور ترمخه قائم دي
د ماحولياتي بدلونونو په حقله د پاكستان د پالېسو او اقداماتو په نړيواله كچه اعتراف كېږي٬د افغانستان په اړه پاكستان موثره سفارتكاري روانه ساتلې ۔عاصم افتخار
مضمون کا ماخذ : sorteios quina