اسلام آباد24جون (اے پي پي)د خزاني وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي حکومت په سختو پريكړو هېواد د ډيفالټكيدو څخه بچ كړے، سږ كال پرائمري خساره 1600 اربهروپۍده او راروان كال به 153 اربهروپۍ فاضل کړې شي، مجموعي بجټ خسارهبه هم كمه كړې شي، 15 کروړهڅخه زيات آمدن لرونكو کمپنيوباندې يو فيصد، 20 کروړهروپوڅخه زيات آمدن لرونكو کمپنيوباندې دوهفيصد، 25 کروړهروپوڅخه په زيات آمدن لرونكو کمپنيو 3 فيصد او 30 کروړهڅخه زيات آمدن لرونكو کمپنيوباندې به 10 فيصد سپر ټيکس لګولے شي، د ټيکسونو اهدافكښې به زياتوالې كولې شي، اوس به د 7004 په ځائې دټيکسونو هدف 7470 روپۍوي، نان ټيکس ريونيو 2 زرهاربهروپو څخه1935 اربهته راوستلې شوې ، صوبو له به اوس 4373 اربهروپۍوركولې شي،د دې ټولو خرڅونو نه پس به خساره 4547 اربهروپۍپاتې شي، په 300 مربع فټ جيولرز دکان به 40 زرهروپۍ فکس ټيکس لګولې شي ٬ دغسې په لويو دکانونو به 17 فيصدپه ځائې 3 فيصد جنرل سيلز ټيکس لګولے شي، عامو وګړو به چې سره زر خرڅول په هغېد 4 فيصده ودهولډنګټيکس اوس يو فيصد ته راوستلے شوے۔ د جمعې په ورځ د نويماليكال 23 ۔ 2022 وفاقي بجټباندې د بحث راغونډولو په مهالد خزاني وزير مفتاح اسماعيل قامي اسمبلۍ او د سېنېټغړو مننه كولو سره ووئيل هغوي ګټه ورې مشورې راكړي په هغې كښې زياتره شاملې كړې شوي، د مخالفي ډلې مشر راجه رياض هم مننه كوم هغه د زراعت او ځوانانو لپاره چې كوم تجاويز وړاندې كړي هغه په بجټكښې شامل كړې شوي۔ ده ووئېل د پومبې او غنمو پشمول زرعي خپلواكۍ لپاره په کاټن سيډ او بنولا ټيکس ختم كړے شوے، په کھليهم ټيکس ختم کړے شوے، دې څخه زيات کسان دوست بجټپه تيرو 15 ، 20 كلونو كښې نه دې وړاندې شوے ،د دې په نتيجه كښې به زرعي خپلواكۍ له مرسته تر لاسه شي، مونږ د خوراك په تيلو كښې خودکفالت لپاره اقدامات کوو۔ ده ووئيل په زراعت چې كومې روپۍ خرڅ كړې شوي هغه سبسډي نهبلکهد سرمايه کاريپه نيت خرڅ شوي ۔ د خزاني وزيرووئيل ماليكال 2022ء د پاکستان په تاريخ كښې په معاشيتوګه خراب كال ؤ ٬ په دې كښېاهداف څخه سرغړونه شوې، 5310اربهروپۍ خسارهشوې ، نوې جيډي پيپه حساب سره د خسارې شرح 9.08 فيصد اود پخوانۍجيډي پي تناسب سره 8.8 فيصده خسارهوه ،د دې دا مطلب دے چې زمونږ خرڅونه زيات او وسائل کم وؤ ځكه د خرڅونو پوره كولو لپاره قرض اخستلے شوے۔ ده ووئېل دا څنګه خپلواكي او څنګه آزادي ده چې په هېواد اوس 20,20 زرهاربهروپۍ قرض زيات شوے۔ عمران خان د هېواد د خپلواكۍ او آزادۍ پلو نه بلکه غلامۍ پلو روان ؤ۔ده ووئيل عمران خان هېواد ديواليهكيدو ته رسولے ؤ ، مونږ په سختو حالاتو كښې حکومت سنبھال كړے او هېواد مو بچ كړے،زيرے دركول غواړم چې انشاء اللهد 23 کروړهاولس هېواد ډيفالټكېدو نهبلکهاوس د پرمختګ پلو روان دے۔ د خزاني وزيرووئيل په پټروليم مصنوعات سبسډي ختمول آسانه نه وه، زه د غړو ، سياسي قيادت، ميډيا، تجزيه نګارو او په خاص توګه د وزياعظم او اولس مننه كوم چا چې په دې معامله د حكومت ملګرتيا كړې ، 40 اربهروپۍكښې يوه مياشت وفاقي حکومت چلېږي دغسې يواځې په پټرول د سبسډيپه لړ كښې د سبسډي حجم 120 اربهروپۍؤ۔په دې اړه د مسلم ليګ (ن) او اتحاديګوندونو هم مننه كوم،دغه ټولو ګوندونو د خپل سياسي تشخص پرواه کولو نه غير د پاکستان سوچ كړے۔ د خزاني وزيرووئيل تير كال دروانو حسابونو جاري خساره نه وه ، د روان ماليكالوړومبنو مياشتو كښې 14 اربهډالره خسارهوه او تر 30 جون به د دې حجم تقريباً 17 اربهډالره وي۔ ده ووئېل كله چې مونږ حكومت سنبهال كړو نو د زرمبادله پانګې 10.3 اربهډالره وي دغسې د روانو حسابونو خساره زياته وه۔په داسې حالات كښې آئياېماېف پروګرام بحالولو ته اړتيا وه، آئياېماېفسره خبري رواني دي او آئياېماېفهم منلې چې مونږ پيشرفت کړے ۔ د خزاني وزيرووئيل نوې ماليكال بجټكښې چې كوم ټيکس لګولې كېږي هغه بالواسطه نه دے، د عام وګړي په کھپت كوم ټيکس نه دے لګولے شوےبلکهد دې په ځاے په مالدارو او شتمندوكسانو ټيكس لګولے شوے دغسې به د بجټ خساره کمه كړې شي۔ د خزاني وزيرووئيل هېواد كښې دكالو پترو د 30 زروڅخه زيات دکانونه دي چې پكښې يواځي 28 رجسټرډدي ۔ 300 مربع فټ جيولرز په دکان 40 زرهروپۍ فکس ټيکس لګولے شوے دغسې په لويو دکانونو ، كوم چې ټير ۔ون كښې شامل دي په هغې 17 فيصد جي ايس ټيپه ځاے3 فيصد جنرل سيلز ټيکس به وصولولې شي۔دغسې هغه عام وګړي كوم چې سره زر خرڅوي او 4 فيصده ودهولډنګټيکس ئې وركولو ، هغه به اوس يو فيصد وركوي ۔ كور ، ده ووئېل ريسټوران او کار ډيلرز لپاره خصوصي سکيم راوړو ، کار ډيلرز په تجاويز په دې څانګه به ټيکس لګولې شي۔ ټيکس به په آمدن وي په خرڅونو نه۔ د خزاني وزير مفتاح اسماعيل ووئيل حکومت هڅه كوي چې عام وګړي له ريليف وركړو اوپه هغوي بوجھ كم كړے شي، د بي آئي اېس پي 80 لكهه رجسټرډوګړو له به جون كښې اضافي دوهزرهروپۍد مياشتي سبسډيوركولې شي،دې نه ځانله د چا چې 40 زرهروپۍڅخه امدن كم وي هغوې له به دوه زرهروپۍد مياشتي وركولې شي۔د دې سکيم ترمخه تر اوسه 40 لكههوګړو خپل رجسټريشن کړے ۔ ده ووئېل يوټيلټي سټورز کارپوريشن به اوړه ، غوړي ، چيني او نور څيزونه ټول كالپه آرزانه بيعه وركوي۔ د خزاني وزيرووئيل موجوده حکومت هېواد د ډيفالټكيدو څخه بچ كړے ٬ د هېواد د تاريخ دا څلورمبجټدے چې د خسارېؤ او د عمران خان په دور كښې راغلے ، دا هغه ګوند دے چا به چې مونږ له پېغورونهراكول،ده ووئېل نواز شريف په درېو واړو حكومتونو كښې لس كاله وزيراعظم پاتې شوے،هغه چې څومره قرض اخستے دومره عمران خان په درې نيمو كلونو كښې اخستي۔دغسې د پيپلز پارټۍ ټولو دورونو څخه هغه زياته پور اخستے۔ د خزاني وزيرووئيل هېواد د ډيفالټكيدو څخه بچ كول دي مونږ له به ټيكس وركول وي۔ د خزاني وزيرووئيل سږ كال يواځي د برېښنا په څانګه كښې 1600 اربهروپۍخساره وه ۔ 1100 اربهروپۍنيغ په نيغه په سبسډي وركړې شوي دغسې 500 اربهروپۍګرځنده قرض زيات شوے۔ مونږ ټولو له به هېواد بچ كولو لپاره كردار ترسره كول وي۔ د خزاني وزيرووئيل عمران خان به اول يو نيم لكههروپۍټيکس وركولو خو تير كال د توشه خانېڅيزونو خرڅولو نه پس د هغه آمدن زيات شوے٬ اوس هغه 98 لكههروپۍټيکس وركوي۔ده ووئيل د انفارميشن ټيکنالوجيڅانګه كښې دبرآمدات ودې ته پام لرنه كوو ،په دې لړ كښې په آئيټي ودهولډنګټيکس او سټيټمنټ شرط ختم کړے شوے ،دغسې وينچر کيپټل ټيکس هم ختم كړے شوے، په آئل مارکيټنګ کمپنيوټيکس بيا اعشاريه5 فيصدته رسولے شوے۔ هغه سمندر پورې پاكستانيان كوم چې نائيکوپ لري خو هغه دپاکستان وګړي نه دي ، هغه به فعالهټيکس وركونكو كښې شميرلې شي۔ ده ووئېل کيپټل ګين شق بحال کړے شوے۔ د پلاټونو په آمدن چې كوم ټيکس دے په هغې كښې د شهيدانو كورنيو او ژوبل كسانو له استثنيٰ وركړې شوي۔ سيالکوټكښې په ليدر او سرجيکل صنعت ودهولډنګټيکس 5 فيصدته راوستلے شوے۔ سکن او سرجيکل پرچيز ټيکس كښې آسانۍ وركرې شوي۔ د خزاني وزيرووئيل د سېنېټزيات سفارشات راغلي چې پكښې زياتره منلې شوي۔ فارما صنعت په اړه تجاويز راغلي هغه به هم منلے شي او هغه به په بجټ كښې شاملولې شي۔ د خزاني وزيرووئيل د 15، 20 كلونو راهسې په سياست كښې يم ، ما چري د هېواد معيشت دومره په مشکل كښې نه ؤ ليدلے، 2008ء كښې د حسابات جاريه کھاتوخساره 8.1 فيصدهوه په كومو چې د پيپلز ګوند حکومت آئياېماېفته رجوع كړې وه ۔ ده ووئېل په 2013ء كښې مونږ د فارن ايکسچينج مسئلې سره مخ ؤ نو مونږ آئياېماېفته تللي وو خو اوس نوې ريكارډ جوړوو۔ تېر حكومت د روان ماليكاللپاره 5 سوه اربهروپۍ سبسډي مقرر کړې وه خو هغه تر 1500 اربهروپورسولې شوي۔ تېر حكومت د نااهلې په وجه چې كومې مسئلې پاتې شوي موجوده حكومت د هغې د حل كولو هڅې كوي۔ د پټرول او ډيزل بيعه زياته شوې خو د هغې باوجود د پاکستان سياسي قيادت او د پاکستان اولس زمونږ سره ولاړ دي۔ د خزاني وزيرووئيل د ټيکسونو اهداف كښې اضافهشوې ، اوس 7004 په ځاے دټيکسونو هدف 7470 روپوته رسولے شوے۔ نان ټيکس ريونيو 2 زرهاربهروپو څخه1935 اربهته راوستلې شوي۔ د خزاني وزيرد بجټ سيشن په مهال په پارلمان كښې وظيفه ترسره كوونكو ادارو چې پكښې د پارلمان ملازمان ، اے پي پي، راډيو پاکستان، پاکستان ټيلي ويژن، سيډي اے اود نورو ادارو ملازمان شامل دي ، د هغوي لپاره د دوو بنيادي تنخاګانو برابر د اعزازيهوركولو اعلان هم وكړو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د خزاني وزارت اړوندو ادارو سره مرسته كوي او دې لپاره به فنډز وركولې شي۔ د خزاني وزيرووئيل پخوانۍفاټا او پاټا كښې تر 2023ء ټيکس څخه استثنيٰ وركړې شوې وه،دغه سيمو كښې انکم ټيکس استثنيٰ لپاره يو بل به ايوان ته وړاندې كولې شي۔ دغسې په دې مهال د خزاني وزيرپه بجټوړاندې كولو د وزيراعظم ، پارلماني غړو ، د خزاني وزارت چارواكو او نورو اړوندو ادارو مننه وكړه۔
حکومت په سختو پريكړو كولو هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړے، سږ كال پرائمري خساره 1600 اربهروپۍ ده ، راروان كال به 153 اربه روپۍ فاضل کړې شي، د خزاني وزير
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن