لودهرا 10 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه وئيلي دي چې د حكومت ټول پام كركيلې او په خاص توګه د پومبې فصل ته كړے، د ټېكسټائل صنعت ته ډېر لوي پېكج وركړے شوے، د كال 2011م نه پس په وړومبي ځل برآمدات مخ په زياتېدو دي او هيله ده چې راتلونكي كال به د څلور نيم اربه ډالرو برآمدات زيات شي. په لودهرا كښې مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې په تخم، پېسټي سائيډ او فرټيلائزر مونږ سبسډي وركړې او د دې په نتيجه كښې مونږ سږ كال د 9 مليونه ګانټهو او د پومبې د 70 فيصده فصل توقع لرو كوم به چې زمونږ د ري وائيول په پلو وړومبې قدم وي. ده ووئيل چې حكومت په چولستان كښې 66 لكه اېكړ زمكه آبادول غواړي، چې دا هلته د څلور لكه په ځائي آبادې كښې څنګه وويشل شي، دې لپاره وزيراعظم پلان تياروي. د هغه د استازي په حېث راغلے يم چې وګورم چې صورتحال څه دے. ده ووئيل چې د تحريك انصاف په حكومت كښې كروندګر خوشحال دے، ټېكسټائل پرمختګ كوي، د موټر سائيكلو مېنوفېكچرنګ زياتېږي، د سيمنټ څانګه پرمختګ كوي، په تاريخي توګه د برېښنا تر ټولو زيات پېداوار 24 زره 8 سوه 25 مېګاواټ دے. د موټرو، ټرېكټرو او موټر سائيكلو پشمول هر يو صنعت وده كوي. ده ووئيل چې حكومت د 13 مليونه اېكړ فټ اوبو سټور كولو په ځائ 26 مليونه اېكړ فټ اوبه ذخيره كوي. په بلوچستان كښې 735 بندونه جوړ شوي، د دې نه علاوه لس لوي بندونه جوړول كېږي. د كال 1968م نه پس په وړومبي ځل دومره زيات پام هرې يوې څانګې ته شوے او يو ډول پرمختګ كېږي.
د حكومت ټول پام كركيلې او په خاص توګه د پومبې فصل ته كړے. جمشېد اقبال چيمه
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha